امریکایي استازي د سیمې هېوادونو ته سفر پیل کړی

امریکایي استازي د سیمې هېوادونو ته سفر پیل کړی


  • 1 کال دمخه (06/12/2023)
  • سمسور نیوز
  • 425

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازي ټوماس وېسټ پر افغانستان د خبرو لپاره د سیمې هېوادونو ته سفر پیل کړی دی. 

وېسټ پر خپله اېکس پاڼه په یوه بیان کې هیله څرګنده کړې، چې د دغه سفر په ترڅ کې به د افغانستان د مهمو مسایلو په اړه د امریکا له شریکانو سره ګټورې خبرې وکړي.

نوموړي لیکلي، چې د ډسمبر د پنځم او پنځلسمو نېټو ترمنځ به پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته د سفر پرمهال د ګډو امنیتي ګټو، د افغان کډوالو د خوندیتوب او بیامېشتېدنې، بشري اړتیاوو، بشري حقونو او اقتصادي موضوعاتو په اړه له چارواکو سره خبرې وکړي.

وېسټ په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

له دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې درې جګپوړي چارواکي یې پاکستان ته ځي څو په دې هېواد کې د دېره افغان کډوالو په اړه چې د امریکا ویزو ته سترګې په لاره دي، له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.