د څلورو مسلمانانو د وژلو په تور؛ یو کاناډايي په عمري بند محکوم شو

د څلورو مسلمانانو د وژلو په تور؛ یو کاناډايي په عمري بند محکوم شو


  • 10 مياشتي دمخه (23/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 395

کاناډا کې یوې محکمې سپین پوستی کاناډايي د یوې مسلمانې کورنۍ د څو غړو د وژلو قضیه کې په عمري بند محکوم کړ.
۲۳ کلن نتانیل ولتمن د ۲۰۲۱ کال  په جون میاشت کې د یوې مسلمانې کورنۍ څلور غړي په قصدي ډول تر موټر لاندې کړي وو.

که څه هم د هغه وکیل ویلي، چې ولتمن رواني ستونزه لرله؛ خو عریضه یې رد شوې ده.
د محکمې قاضیانو دا یو ترهګریز عمل بللی دی.

دا لومړی ځل دی، چې  کاناډا کې د یو سپین پوستي د قتل عمل له ترهګري سره تړل کېږي.

د کاناډا د اونتریو عالي محکمې قاضي ریني پامیرانیس ویلي، چې ولتمن د پېښې په ورځ جنګي  تجهیزات او د مرمیو ضد واسکټ درلود.
د قاضي په خبره، ده له څو میاشتو راهیسې دا پلان جوړ کړی وو او په دې توګه یې د ډېرو مسلمانانو د وژلو لپاره ګام پورته کړ.