سرپرست حکومت د ايران پر اټومي تاسيساتو د امریکا بريدونه غندلي

سرپرست حکومت د ايران پر اټومي تاسيساتو د امریکا بريدونه غندلي


  • 3 ورځي دمخه (23/06/2025)
  • سمسور نیوز
  • 110

سرپرست حکومت پر ايران د امریکا وروستي بريدونه غندلي او ویلي یې دي چې دا ډول بريدونه د ستونزو په حل کې هېڅ مرسته نه کوي.

د سرپرست حکومت د وياند مرستيال، حمدالله فطرت دغه بريدونه د ايران د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ښکاره نقض بللی دی. 

فطرت ټينګار کړی چې دا ډول بريدونه په سيمه کې د بې‌ثباتۍ او جګړو د پراخېدو سبب ګرځي.

له بلې خوا، پخواني ولسمشر حامد کرزي د امريکا د بريدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ټينګار کړی چې ټول هېوادونه، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دايمي غړي، بايد د دې سازمان له منشور، د اټومي وسلو د نه‌ خپراوي تړون او نړيوال قانون سره خپله ژمنتيا وساتي.

د يادونې وړ ده چې امريکا د يکشنبې په سهار د ايران نطنز، فردو او اصفهان پر اټومي تاسیساتو هوايي بريدونه وکړل.

روسيې، پاکستان، شمالي کوريا او يو شمېر نورو هېوادونو هم دغه بريدونه غندلي دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت هم د امريکا او اسرائيلو له خوا پر ايران د بريدونو په اړه اندېښنه ښودلې او د اوربند د ټينګښت او د ښکېلو خواوو ترمنځ یې د خبرو اترو د پيل غوښتنه کړې ده.

بلخوا ايران بیا ويلي چې د ملګرو ملتونو د منشور له مخې، د خپلو ګټو، ولس او حاکميت د دفاع لپاره ټولې ممکنې لارې خوندي کوي.