تایوان کې نن سهار زوروره زلزله شوې

تایوان کې نن سهار زوروره زلزله شوې


  • 9 مياشتي دمخه (03/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 307

د تایوان په ختیځ کې نن سهار د ریښتر په کچه ۷،۴ درجې زلزله شوې. 

د امریکا د ځمکې پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، د دغې زلزلې مرکز د تایوان په جنوب هوالین ښار کې و.

تر اوسه د یادې زلزلې د ځاني زیانونو معلومات نشته؛ خو د څونامي خبرداری ورکړل شوی دی. 

د تایوان رسنیو د زلزلې د سیمو انځورونه خپاره کړي، چې ښیي ګڼ شمېر کورونه ویجاړ شوي دي.

د راپورونو له مخې، د زلزلې ټکانونه د تایوان سربېره په ګاونډیو هېوادونو چین او جاپان کې هم احساس شوي دي.    

له ۱۹۹۹ کال وروسته دا په تایوان کې د دې شدت لومړۍ زلزله بلل شوې. 

د ۱۹۹۹ کال په زلزله کې ۲۴۰۰ کسان مړه او ۵۰۰۰ کورونه نړېدلي وو.