روسیه ۵۰۰ افغان ځوانانو ته تحصیلي بورسونه ورکوي

روسیه ۵۰۰ افغان ځوانانو ته تحصیلي بورسونه ورکوي


  • 2 کاله دمخه (10/10/2022)
  • سمیر احمد
  • 873

سمسور نیوز (۱۸تله۱۴۰۱) روسیې د کادرونو د ښوونې او روزنې په برخه کې د مرستې په موخه د افغانستان لپاره ۵۰۰ تحصيلي بورسونه ځانګړي کړي دي. 

د ا.ا د لوړو زده کړو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دغه ۵۰۰ تحصيلي بورسونه د لوړو او فوق العاده لوړو زده کړو له پروګرام سره سم، د ۲۰۲۳- ۲۰۲۴ تحصيلي کال لپاره د روسیې د لوړو زده کړو مؤسسو د ليسانس، ماسټرۍ او دوکتورا برخو کې د افغان ځوانانو د منلو په موخه د افغانستان لپاره ځانګړي شوي دي.  

له دې ور هاخوا د برېټانیا حکومت او د دې هېواد د تحصیلي بورسونو پروګرام هم تر دوه میاشتني ځنډ وروسته د هغه یو شمېر افغانانو لپاره د خپلو تحصیلي بورسونو ورکولو بهیر بیا پیلېدو خبر ورکړی، چې په افغانستان کې نه بلکې، په درېیم هیواد کې ژوند کوي.