ایران: دنوروز په مناسبت یې دافغان بندیانو شاوخوا 300 تنه افغانستان ته استولي.

ایران: دنوروز په مناسبت یې دافغان بندیانو شاوخوا 300 تنه افغانستان ته استولي.


  • 3 کاله دمخه (15/03/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1585

 

دایران حکومت وایي، دنوي کال په ویاړ یې دبشر دوستۍ لمخې 612 افغان زندانیان په دوو مرحلو کې افغانستان ته استولي دي. دزندانیانو دوهمه ډله چې شمېر یې 306 ته رسېږي تازه افغان حکومت ته سپارلي دي.

 

د ايران د بشري حقونو او نړيوالو چارو معين او د محکومينو د لېږد د کمېټې رئيس محمود عباسي د مارچ په 15مه د ايران خبري اژانس ايرنا ته ويلی، چې یاد زندانيان د دواړو هېوادونو تر منځ د يوې هوکړې له مخې خوشي او خپل هېواد ته لېږدول شوي دي.

 

نوموړي زیاته کړې، یاد کسان چې ۱۳ تنه يې مېرمنې وې د اصفهان، تهران، يزد، سيستان بلوچستان، فارس او خراسان رضوي له زندانونو څخه ازاد شوي دي. ويل کېږي، ډېری له یادو کسانو د مخدره موادو د قاچاق له امله زنداني شوي وو.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وایي، یاد بنديان به د خپل بند پاتې موده په افغانستان کې دننه تېره کړي.

لاهم ایران کې دافغان بندیانو کره شمېر معلوم نه دی، خو عباسي وایي، چې په تېرو دريو کلونو کې له دوو زرو زيات افغان بندیان افغانستان ته سپارل شوي او نژدې په همدغه شمېر نور د لېږد لپاره چمتو دي.

باید یاده شي، چې د ايران او افغانستان تر منځ د زندانيانو د لېږد هوکړه په 2010کال کې لاسلیک شوې وه، چې له مخې يې کله چې دیادو هېوادونو يو وګړی په بل هېواد کې په بند محکوم شي، نو کېدی شي چې د بند سزا په خپل هېواد کې پوره کړي.