د مینې اظهار

د مینې اظهار


  • 2 اونۍ دمخه (31/12/2020)
  • 44

د مینې اظهار

لیکوال: واحد سهاک

زما، له چاپه نوې راوتې شعري ټولګه یې په لاس کې وه. په شونډو یې تبسم ناست و؛ رانږدې شوه. په جذباتي انداز یې راته وویل: څه ښه شاعري دې کړې ده. کتاب ته یې اشاره وکړه: زه خو یې له ځانه لرې کولای نه شم.

هغه لګیا وه زما د شاعرۍ صفتونه یې کول او ما له شرمه ورکتلی نه شول. ځکه چې ټوله شاعري مې هغې ته کړې وه. یوازې مې یې نوم نه و اخېستی؛ نور مې یې ټولې نښې ویلې وې. د هغې څېره، د هغې خویونه، د هغې د وېښتانو او سترګو رنګ، دا چې هغه راسره په یوه انګړ، یوه خونه (ټولګي) کې ده او … هر څه مې په نظمونو کې راغلي و. یوازې مننه مې ترې وکړه؛ نور مې هېڅ ونه ویل. هغه راسره په یوه ټولګي کې وه. داسې مې احساسول چې ټول صنف راباندې پوهېږي. له هغه وروسته مې داسې ګڼل؛ لکه مینه مې چې ورته اظهار کړې وي. هڅه مې کوله چې ورسره مخامخ نه شم. خو؛ د ورځو په تېرېدو سره پوه شوم چې هغه په هېڅ پوه شوې نه ده. حیران شوم؛ ځان نه به مې پوښتنه کوله: هغه رښتیا په هېڅ نه پوهېږي؟ د هرې ورځې په تېرېدو مې یقین زیاتېده چې هغې حتی شک هم راباندې نه و کړی. هوسۍ په ټول پوهنځي کې تر ټولو ښکلې وه. هغه به زمونږ د بلې همصنفۍ (مریم) سره یو ځای ګرځېده. کله به چې نورو هلکانو ورکتل، زما به سخته رخه کېده.‌ غوښتل مې ورته ووایم چې مینه ورسره لرم؛ خو، زه یو کلیوال هلک وم او د دې کار تمه رانه سخته وه. د شعر په ژبه مې هر څه ورته ویلي و، مګر هغې ځان زما د شعرونو مخاطب ونه ګاڼه.

کله به چې تفرېح شوه؛ هغه به ما سره ولاړه وه. غوښتل به یې چې زه ورسره خبرې وکړم؛ خو، ما نه به الفاظ ورک شول. هغه به تل راته ټینګه وه چې مسافر یې؛ که کوم څه ته دې ضرورت وي، ماته یې وایه. خیرنې جامې دې راوړه چې کور کې یې درته ومینځم. ماته یې دې خبرې سخت خوند راکاوه. د نورو همصنفیانو به مې رخه کېده چې هوسۍ ولې ما سره درېږي، ماسره خبرې کوي. هغې به لکچر نه لیکه؛ د رخصتۍ په وخت کې به یې کتابچې ماته راکړې، راته ویل به یې: لیکلی نوټ دې دلته هم ولیکه. زړه مې ډېر غوښتل چې په کتابچه کې یې د خپل زړه خبر ولیکم؛ مګر کله مې جرئت ونه شو کړای. یوه ورځ یې له مانه کتابچه یوړه چې لکچر ترې ولیکي؛‌ زړه کې مې ویل: کاشکې راته ولیکي چې مینه درسره لرم. کتابچه یې چې سبا راوړه؛ ژر، ژر مې ولټوله. څه مې په کې ونه موندل.

آخر مې زړه تنګ شو؛ یوه لنډه کیسه مې ولیکله. په هغه داستان کې مې ټوله خپله کیسه ولیکله. یوازې د کرکټرونو نومونه په کې بدل و؛ نور نو زه وم او هوسۍ وه. کیسه په ډېوه مجله کې چاپ شوه. همصنفي مې (جاوېد) کیسه لوستې وه؛ راته یې وویل: هسې تاسې په ساده کلیوالو مشهور یاست؛ ټول پساتونه په تاسې کې دي. هغه غوښتل چې نور څه ووایي؛ په دې وخت کې هوسۍ راخوا راغله. جاوېد سر وښوراوه، سترګک یې راته وواهه او لاړ. کتل مې چې مجله د هوسۍ په لاس کې ده. تر څو چې هغه تر ما رارسېده، په ما خولې راماتې وې. د هغې خوله هماغسې له خندا ډکه وه؛ راته یې وویل: هې د خدای بنده! ما فکر کاوه چې یوازې د شعر لیکلو استعداد لرې، دا دې څومره ښکلی داستان لیکلی دی؟! ته واقعاْ عالي یې. راته یې کړل: په کیسه کې مې په هلک زړه خوږېږي او د نجلۍ ساده ګي جالبه ده. خو؛ کاشکې هلک نجلۍ ته ویلي وای. بیا یې اسوېلی واېست: نه، کیسه همداسې طبېعي ښکاري. د تقدیر فیصله به همداسې وي. هغې غوښتل نور څه ووایي؛ خو، استاد ټولګي ته ننوت او مونږ هم ورپسې ورغلو. دا ځل مې نو فکر وکړ چې خبره ورته واضح وه. اوس نو په هر څه پوهه شوې ده. خو؛ وروستیو جملو یې خواشینی کړم. دا چې (( کیسه همداسې طبېعي ښکاري یا د تقدیر فیصله به همداسې وي)). منتظر پاتې شوم چې څه غبرګون ښایي؛ کتل مې چې هماغه پخوانی حالت یې دی. هغې ته زما کیسه، هسې کیسه ښکاره شوې ده. دا ځل سخت خپه شوم؛ ځان سره مې وویل: تر دې خو صرېح نه شي کېدای. نوره به مې چې هوسۍ لیدله، غوسه به راتله. کوښښ مې کاوه چې ورسره ونه درېږم. کله مې داسې شک هم زړه ته لوېده چې هغه پوهېږي، مګر نه غواړي ځان پوه کړي. ښایي لامل یې طبقاتي ژوند وي او یا هم د کلي او ښار فاصله…

یو ځل مې تصمیم ونیوه چې مخامخ ورته ووایم؛ خو، بیا مې فکر وکړ: که ورته ووایم هم، اظهار به مې ورته شعر یا داستان ښکاره شي. نو؛ نه ویل یې ښه دي.

ژمی نږدې شو. آزموینې مو تېرې شوې. ټول رخصت شو او خپلو کورونو ته لاړو.

زمونږ ولسوالۍ ته لا د ګرځنده ټېلیفونونو آنتنونه نه وو رارسېدلي. ټوله رخصتۍ کې مې کوم همصنفي سره اړیکه نه درلوده. هوسۍ پسې خپه شوی وم؛ خو، هغه حالت یې ناهیلی کړی وم. درې میاشتې مې په همدې فکر وکړ؛ څه وکړم چې هغه مې احساسات جدي ونیسي او درک مې کړي.

رخصتي چې تېره شوه؛ لیلیې ته راغلو.

د تحصیلي کال لومړۍ ورځ وه؛ ټولګي ته ناوخته ورسېدم. ټولګي وال مو (قاري همایون) لګیا و د قرآنکریم آیاتونه یې تلاوت کول. زه هم لاړم په نوي ټولګي کې مې په آخر کې ځان ته یوه څوکۍ غوره کړه. کله چې لاسونه پورته شول؛ استاد وویل: د هغې مرګ واقعاْ زمونږ زړونه مات کړل. هغه هوښیاره، مؤدبه او لایقه نجلۍ وه. پام مې شو چې همصنفیانې مو ژاړي؛ خو، د مریم آواز په ټولو کې لوړ دی. د استاد دې جملې دنیا راباندې وګرځوله: خدای ج دې هوسۍ ته د هغې د صورت او سیرت په څېر جنت ورپه برخه کړي، آمین یا رب العالمین.

باور مې نه راته؛ د مریم په څنګ څوکۍ کې یې تازه ګلان ایښي وو. هوسۍ مړه ده؟ د دې خبر په اورېدو مې نږدې زړه درېدلی و.

ناروغي لرله coronary هوسۍ مړه شوې وه؛ تر رخصتیو یوه میاشت وروسته یې ساه ورکړې وه. وروسته معلومه شوه چې هغې د چې ژوندۍ وه نه پوهېدم چې د ژوند او د هستۍ ټول رنګونه د هغې په وجود کې راټول وو. نور نو ټولګی بدرنګی و، پوهنتون زړه نیونکی او ژوند ډېره پیکه شو. رو، رو مې احساس کړه چې زده کړو ته دوام نه شم ورکولای. هر څه مې پرېښودل او کلي ته لاړم. کتل مې چې هلته ګوزاره لا سخته ده؛ پوهنتون کې خو یې لا خاطرې شته دي، بل ځای هېڅ ګوزاره نه کېږي. بېرته راغلم.

یوه ورځ مو چې د ورځې وروستی درسي ساعت ختم شو،‌ مریم راته د ډېوې مجلې یوه ګڼه راکړه.‌ راته یې وویل: په دې کې یو څه دي، هغه ولوله.

غوښتل مې مجله پرانېزم، مریم راته کړل: دلته نه، په خپل اتاق کې یې په آرامه وګوره.

ورته مې وویل: سمه ده. هغه مې د کتابچو منځکې کېښوده او لیلیې ته لاړم. د پنجشنبې ورځ وه. د اتاق ملګري به مې د جمعې په شپه همیشه د خپلوانو کورونو ته ورتلل؛ خو، زما په کابل کې څوک نه و. په دې شپه به خونه کې یوازې وم. د خوب وخت کې مې د مریم راکړې مجله رایاده شوه.‌ د مجلې عنوانونه مې کتل چې د یوې لنډې کیسې سرلیک مې وموند: د مینې اظهار…

د کیسې لیکواله (هوسۍ اوښکه) وه.‌ له دې چې د لیکوالې نوم راته خاص و، د کیسې په لوستلو مې شروع وکړه. کتل مې چې کیسه ټوله زمونږ وه؛ یوازې د کرکټرونو نومونه بدل دي. هماغسې نجلۍ او هلک همصنفیان دي. هلک شاعر او لیکوال دی. د هغه ټوله شاعري د نجلۍ لپاره ده او کیسو کې یې هم هغه ده؛ خو،‌ نجلۍ ځان نه پرې پوه کوي. د دې لپاره چې ډاکټرانو ورته ویلي د (کرونری)‌ وژونکې ناروغي لرې او یو کال عمر کول دې سخت دي. نجلۍ پوهنتون ته یوازې د هلک د لیدو لپاره ځي؛ په نجلۍ باندې د هغې یوې همصنفۍ نه بغیر، بل څوک خبر نه دي. یو ځای کې یې لیکلي و چې؛ یوه ورځ مې ترې کتابچه د لکچر لیکلو په بهانه واخېسته. زړه مې ډېر تنګ شوی و؛ غوښتل مې هر څه ورته د هغه په کتابچه کې ولیکم. د خپلې مینې کیسه، د خپلې بېوسۍ او ناروغۍ راز… همداسې مې وکړل؛ د شپې تر نیمایي ویښه وم، هر څه مې ورته ولیکل. خو؛ سهار پښېمانه شوم. که مې هغه ته خپله مینه اظهار کړم او د خپل لنډ عمر ورته ووایم؛ هغه به یې زغملی ونه شي. له کتابچې نه مې یې هغه پاڼې وشکولې.

کیسه مې چې تر دې ځایه ولوسته؛ شک مې یقین ته نږدې شو.‌ خو؛ په ټولګي کې مو د هوسۍ تخلص اوښکه نه وه،‌ هغې د خپل پلار نوم (صابر) د تخلص په توګه کاراوه. بل دا چې کیسه داسې لیکل شوې وه؛ لکه یو پوخ لیکوال چې لیکلې وي. آیا هوسۍ داسې لیکواله هم وه؟ ما به مې خپل پخواني نوټونه ځان سره ساتل. المارۍ مې خلاصه کړه؛‌ خپلې پروسګنې کتابچې مې وکتلې، هغه کتابچه مې ومونده. په کیسه کې لیکل شوې نښه مې ومونده؛ د کتابچې پینځه پاڼې شکول شوې وې. د کیسې لیکواله هغه هوسۍ وه. زړه مې یو ځل راډک شو. د کیسې آخره جمله مې ولوسته: مرګ سخت نه دی، ټول مري؛ خو، دا چې مې له هغه نه بېلوي، ترې کرکه لرم.

ټوله شپه مې ورته وژړل. هغه په هر څه پوهېدله، زما په سترګو کې یې خپله مینه لیدله، زما د زړه درزا یې اورېده؛ خو، هېڅ یې نه ویل.‌ هغه رښتیا صابره وه؛ خپل ځیګر یې په غاښ کړی و او هېڅ‌ یې نه ویل. هغه رښتیا اوښکه وه؛ د درد او غم نه جوړه شوې، د عمر په باڼه ولاړه او آسانه د مرګ په مخ وبهېده.

د هغې مینې او وفا ته حیران شوم. سره له دې چې پوهېده، لږ وخت به ژوندۍ وي. خو، ماته به یې تل په شونډو تبسم ناست و. رښتینې مینه همدې ته وایي؛ له ځانه یې، ماته او زما راتلونکي ته ډېر فکر کړی و. هغې رښتیا ویلي و؛ که یې زه هغه مهال په خپلو احساساتو پوه کړی وم، که زمونږ منځکې عاشقانه اړیکې واضح وې، مرګ یې زه هم وژلم. که څه لیکلې کیسې یې هغه زما په زړه کې (تل پاتې) کړه؛ خو، بیا مې هم په ژوند کې هغې سره یوازې فاصلې تجربه کړې وه او مرګ یې هم یو ډول فاصله وه؛ نو، ومې زغمه.

د شنبې ورځ چې مریم سره مخامخ شوم؛ د دواړو سترګې له اوښکو ډنډ شوې، خو هېڅ مو ونه ویل.

یوه اونۍ وروسته مې مریم نه د هغې د قبر آدرس واخېست؛ ورغلم. هغه یې د خپلو ناهیلیو سره یو ځای، ارامه ویده وه.

ورته مې وویل: مینه درسره لرم؛ د خپلې بېوسۍ د انتها په اندازه،‌ ستا د مظلومیت او نامرادۍ تر ژورو…

خو؛ هغې د پخوا په څېر ځان پوه نه کړ، هېڅ یې ونه ویل.

محبت لکه تقدیر چپه نخری کړی

یوه ښکلی وی په ډیرو زړو کی شپی کړی