د ایران ولسمشر: افغانستان کې دې ټاکنې ترسره شي

د ایران ولسمشر: افغانستان کې دې ټاکنې ترسره شي


  • 3 کاله دمخه (05/09/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1059

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي وایي، چې په افغانستان کې دې نوی حکومت د خکلو د رایو پر اساس وټاکل شي. 

هغه په خپلو وروستیو څرګندونو کې په افغانستان کې د ټاکنو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی دی، چې نوی جوړېدونکی حکومت باید د خکلو د رایو پر اساس وټاکل شي.

ښاغلي رییسي دغه‌راز ویلي، چې افغانان باید ژر تر ژره د ټاکنو له لارې خپل مشر وټاکي او له دې لارې پرته دې بل هر ټاکل شوی مشر نه‌مني. 

د نوموړي په خبره، ایران په افغانستان کې د هغه حکومت ملاتړ کوي، چې د خلکو له‌خوا ټاکل شوی وي او که دا چاره ترسره نه‌شي؛ نو ایران به د نوي راتلونکي حکومت په پېژندلو کې هم لېوالتیا ونه‌ښیي.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې شااوخوا شل ورځې تېرېږي، چې طالبانو له پنجشېر پرته ټول افغانستان نیولی؛ خو لا یې هم د نوي حکومت د اعلان څرک نه‌دی لګېدلی. 

طالبان وایي، چې ډېر ژر به خپل نوی حکومت او کابینه اعلان کړي، چې به ورسره ټولې په ټپه درېدلې چارې هم بېرته عادي حالت ته راوګرځي.