پاکستان طالب مشران په دوو ډلو وویشل

پاکستان طالب مشران په دوو ډلو وویشل


  • 4 کاله دمخه (24/11/2020)
  • نوید احمد څرک
  • 1904

دا اوس ډاګیزه شوې چې طالبان په لویه کې په دوه ډلو ویشل شوي دي، چې ځینې یې د سولې پروسه غواړي او ځینې د جګړې دوام  په ټوله کې د طالبانو سیاسي ډله چې نړۍ یې ولیده، له امریکا سره ملګرتیا یې ولیده، په سوله باندې ټینګار لري او جګړه د حل لار نه بولي.

 دا ډله طالبانو کې ځینې د سولې مخالف هم شته، خو د سولې موافقین پکې ډير دي او هڅه دا ده چې بلې ډلې ته قناعت ورکړي چې سوله کې یې هم ګټې خوندي کیږ.ي د طالبانو بله ډله چې کویټه، پيښور او افغانستان ځینو ولایتونو کې میشت دي او د جګړې له درکه زیات امکانات پيدا کوي، د سولې له پروسې سره مطلق مخالف دي او د فتحې خوبونه ګوري.

 دا ډله طالبان له دې ویره لري چې که سوله وشي، د دوی برخه به پکې خواره وي او داسې حکمراني به بیا نه وي، لکه اوس چې هر ځای او له هر چا باجګیري کوي. د طالبانو جنګي ډلې په عموم کې له سیاسي ډلې سره په جلا لار او جلا نظر دي او نه غواړي چې د سولې هغه پروسه دې بریالی شي چې په پایله کې یې یا طالبان له اوسني حکومت سره مدغم کیږي او یا نوی حکومت رامنځ ته کیږي.

 دا ډله طالبان خپل راتلونکی په سوله کې تیاره بولي او له همدې کبله د جګړې دوام ته بیلابیلې پلمې لټوي چې یا به جګړه دوام پيدا کوي او یا به افغانان بیا د طالبانو واکمني مني. خو هغه سیاسي ډله چې نړیوال یې لیدلي او د هغی نظرونه، دریځو او شرایط یې لیدلي، په دې باوري دي چې افغانستان کې طالبانیزم نه چلیږي او نه یې نړیوال غواړي.

 نو د سیاسي ډلې هڅه دا ده چې جنګي ډله په دې قانع کړي چې د جګړې د دوام له لارې هیڅ لاس ته نه شي راوړلی او یواځینی لار د سولې ده چې باید وشي او جګړه پای ته ورسیږي. هغه ډله چې په افغانستان کې د جګړې دوام او فتحه غواړي، ټولې یې له پاکستان سره مستقیم اړیکې لري او د امکاناتو او پيسو په بدل کې حاضر دي چې د سولې هر ډول پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.

پاکستان په دې وروستیو کې یو کار دا وکړ چې سیاسي او جنګي ډلې یې سره بیلې کړي، اوس که سیاسي ډله د پاکستان فرمایشونه سوله کې و نه مني، نو جنګي طالبان بیا د سیاسي طالبانو پریکړه نه مني.

همدې وضعیت د طالبانو مشران وارخطا کړي چې څنګه د جګړې او سولې پروسه مدیریت کړي چې نه سیخ وسوځوي او نه کباب.