طالبان وایي، دوحه کې به د نظام پر بڼې بحثونه وشي.

طالبان وایي، دوحه کې به د نظام پر بڼې بحثونه وشي.


  • 4 کاله دمخه (09/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 1114

 

 

طالبان وایي، په افغانستان کې د راتلونکي نظام بڼه د اجنډا لومړیتوب دی.

نن په دوحه کې د دوهم پړاو خبرو د پیل ورځ ده، چې دواړو لوریو وړاندې تر وړاندې د اجنډا ځېنې موضوعات رسنیز کړي.

د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی هڅه کوي، طالب ډله په اوربند قانع کړي. دوی د خپلو خبرو په سر کې له طالبانو سره پر اوربند خبرې کوي، خو طالبان بیا وایي، چې په افغانستان کې د راتلوتکي نظام بڼه، له تورلیسته د طالب مشرانو لرې کول او د طالب بندیانو خوشې کول دا جنډا موضوعات دي. طالبان دا هم وایي، چې په افغانستان کې د راتلونکي نظام په بڼه به په دوحه کې خبرې وشي.

طالبان د نظام د بڼې د بدلون خبره په داسې حال کې کوي، چې افغان حکومت وایي، دوی په ټول توان له جمهوریت دفاع کوي او هیڅ وخت به جمهوریت د امارت قرباني نکړي.