طالبانو ته د خطر زنګ؛ امریکایي ځواکونه خپلو بریدونو ته دوام‌ورکوي

طالبانو ته د خطر زنګ؛ امریکایي ځواکونه خپلو بریدونو ته دوام‌ورکوي


  • 3 کاله دمخه (09/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1252

په داسې حال کې چې د ناټو په ګډون امریکایي ځواکونه له افغانستان وځي؛ خو ښایي په دغه هېواد کې یې د طالبانو پر وړاندې، د افغان ځواکونو په ملاتړ هوایي بریدونه تر اوږدې مودې دوام ومومي.

دا خبره نیویارک پوسټ نشریې په یوه مطلب کې کړې ده او ویلي یې دي، چې د امریکا جنګي الوتکې په عرب سمندرګي کې له ولاړې نظامي بېړۍ او په قطر کې د امریکا له سترې نظامي اډې پروازونه او په افغانستان کې پر طالب وسله‌والو هوایي بریدونه ترسره کوي. 

د دې نشریې په مطلب کې راځي، امریکا په دې باور ده، چې په دې توګه به د طالبانو د پرمختګ مخنیوی وکړي.

په همدې حال کې یو شمېر امریکایي چارواکو یادې نشریې ته ویلي، چې په اګسټ کې د ټولو امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته به هم د افغان ځواکونو په ملاتړ د امریکا هوایي ځواک بریدونه ادامه ولري.   

د سرچینې په خبره ښایي، د امریکا هوایي بریدونه تر اوږدې مودې ادامه ولري، ځکه طالبان د سولې پر ځای په جګړو ټینګار کوي، نو دوی به یې تر دې وروسته د هوا له لارې سخت وځپي.