دیو افغان بیه سل زره افغانۍ،"درانده بمونه وکاروﺉ


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • حنان حبیبزی
  • 1107

 دمی د میاشتې پر څلورمه او پنځمه شپه چې د فراه په ولایت کې خونړۍ بمباري وشوه حامد کرزی دامریکاپر سفر بوخت وو.

خو له راستنیدو  لږ وروسته دفراه ولایت ته ورغی او هلته یې د قربانیانو له پاتې شونو سره وکتل .
هغه دغو کورنیو ته د هر وژل شوي تن پر سر سل زره افغانۍ ورکړې چې دغه شمیره  دهر افغان دسره بیه وبلل شوه.
په لویدیځو هیوادونو کې الوتونکي او ژوي په ځانګړي توګه د پام وړ دي ، که څوک لږ زیان ور ورسوي له سختې محاکمې سره مخامخ کیږي. خو په افغانستان کې د امریکاله یرغل وروسته دانسانانو ډله ییزه وژنه هیڅ جرم نه ګڼل کیږي. په دې هیواد کې  د انسان وژل یوه عادي ورځینۍ چاره ګرځیدلې ده ، یوه بیه هم ورته ټاکل شوې ده. دهر افغان د سر بیه  سل زره افغانۍ د ولسمشر حامد کرزي له خوا ټاکل شوې ده چې د بمباریو د لړۍ اوږدیدو ته لار اواروي.  رښتیا هم دافغان  ژوند دامریکا دیوالوتونکي " مرغه "  هومره ارزښت نلري. دکندوز دپیښې قربانیانو ته به هم دا بیه ورکړل شي خو هیڅوک  جرات نشي کولی چې دهغه چا د محاکمې غوښتنه وکړي چې ددې ډله ییزې وژنې امر یې ورکړی دی.
هغه  عادي کلیوال  چې په کندوز کې  وړمه ورځ  دامریکايي ځواکونو د ورځینو چارو په لړ کې د یوخونړي  هوايي  بریدپه ترڅ کې ووژل شول ، دروسانو پر وخت  هم دغلته اوسیدل. 
دوی پر هغه لویه  لار اوسیدل  چې د شیرخان  له بندره   د کابل په لور غځیدلې ده ،شیرخان بندر  تاجکستان  ته نژدې د افغانستان مهمه سوداګریزه پوله  ده .
شورویانو پر افغانستان دیرغل پر مهال دغه لاره د خپلو لوژیستکي توکو د لیږ د رالیږد لپاره کاروله چې  کاروانونه  یې د هغه وخت د مجاهدینو له  پرله پسې بریدونو سره مخامخ وو.  ددې سره سره چې شورویان په افغانستان کې دپراخې بشري بربادۍ لامل شول  او د جګړې بنسټ یې کیښود خو ددې  لويې  لارې په دواړو غاړو کې  یې  پر پرتو کلیوالو   دلوژیستکي کاروانونو د ګرځولو په تور  درانده بمونه ونه غورځول  .
وړمه ورځ چې د شکمنو وسله والو طالبانو یوې کوچنۍ  ډلې دتیلو دوه ټانکر ونه وګرځول   ، ځای کلیوالو ته  سم لاسي دا فکر ورغی چې دسون  د توکو د ترلاسه کولو لپاره له دې بله  ښه شیبه نشي موندلی .  دوی ته " دیرغلګرو دمال د غنمیت کولو"  هغه تیرې  خوږې تجربې ور په زړه شوې چې  د روسانو دیرغل پر مهال یې مزه څکلې وه.
د هغه وخت  مجاهدینو  به د روسانو کتارونه  وګرځول او د روسيي توکو  ډیره برخه  به یې پر ځايي خلکو وویشله، په داسې حال کې چې د شوروي د کاروانونو چلونکي روسيي سرتیري په دې بریدونو کې وژل کیدل  خو روسانو هیڅکله د لوې لارې  پر دواړو غاړو بمبار ونکړ.
دوی  پوهیدل چې دا ډول برید به ددغې لوې لارې  پر غاړه  دمیشتو خلکو پر ژوند  تیری وګڼل شي او ددوی دټرانزیټي او لوژیستکي کتارونو په وړاندې  به خطر نور هم پیاوړی کړي.
هغوی یوه پوځي تګلاره درلوده چې  ټول عملیات یې دوخت له  افغان حکومت سره کره کول. خو امریکایانو یا جرمنیانو د ورته  لومړۍ پیښې  په وړاندې   زغم  ونشو کړی  او  هڅه یې  وکړه چې دهوای  برید په تر سره کولو سره ځايي خلک وویروي، په داسې حال کې چې دحامد کرزي د کمزوري دولت  د نامسلکي پولیسو یوې ډلګۍ هم کولی شول چې دپلي عملیاتو له لارې دوه ټانکرونه د ادعا شو وسله والو له ولکې وژغوري.
د پوځي قانون له مخې د بمبار امکان  هغه وخت پیښیږي چې ځواکونه له سختې کلابندۍ سره مخامخ وي. په بله وینا د امریکايي او جرمني سرتیرو ژوند د کندوز په ولایت کې له خطر سره مخامخ او د تښتې لارې یې  بندې  وي. 
دوه  ټانکره  تیل  چې د وسله والو یوې څو کسیزې  ډلې  ګرځولي وو ، هیڅکله په کندوز کې د جرمني د سرتیرو یا دحامد کرزي د حکومت د نسکوریدو لامل نه کیدل. 
زما دخدای بښلي پلار یو ملګری   چې  په ۱۹۸۰ کلونو کې  دبغلان او کندوز په ولایتونو کې   د روسانو په ضد د جګړې یو اتل وو ، په سیمه کې  د روسانو اډې د هغه دملګرو د بریدونو له کبله پوزې ته راغلې وې  .
 د هغوی  اکمالاتي کاروانونه چې دکابل شیر خان بندر پر  لاره  تیریدل  له غلچکيو  بریدونو خلاص نه  وو.خو هیڅکله  روسانو   د اتل د کارنامو لامله  دهغه کلیوالو ته زیان ونه رساوو.
له  روسانو چا د سولې تمه نه کوله،هغوی مخامخ یرغل کړی وو. د کومې نړیوالې هوکړې له مخې افغانستان ته نه وو راغلي.
خو امریکا ته د پیغور خبره داده چې دیو نړیوال تړون له مخې د سولې او ټیکاو  دټینګولو په نامه  یې په دې جګړه ځپلي هیواد یرغل کړی خو دعادي ژوند دګواښولو لامل ګرځیدلې ده.
 امریکایانوڅو څو ځلې پر ځای کلیوالو په دې تور هوای بریدونه کړي دي چې ګویا  په کلي کې یې یو یا دوه طالب جنګیالي پټ دي. ښايی هغه جنګیالي  وژل شوي وي او یا ژوندي وتلي وي خو په لسګونو ملکي خلک  د هغوی د وحشیانه بمبارۍ لامله له منځه تلي  دي.
 امریکاپه پیل کې ویل چې اسامه بن لادن  او ملا محمد عمر  به  نیسي، ډیموکراسي او د ښځو حقونه په دې جګړه ځپلي هیواد کې عملي کوي. خو ددوی په هوای بریدونو کې نه یوازې  دډیموکراسۍ مشالونه مړه کیږي بلکې بیوزلې میرمنې چې د ژوند په بیلابیلو چارو کې ستونزې لري ، خپل  خوږ ژوند له لاسه ورکوي  یا د خپلوانو د مرګ ننداره کوي. 
 امریکا  تر اوسه  نه یوازې اسامه او ملامحمد  عمر  نه دي نیولي  بلکې دطالبانو غورځنګ له یو ځواکمن هوډ سره بیا راڅرګند شوی دی. 
دامریکا پخواني ولسمشر بوش امریکايي سرتیري دبشر دحقونو پلي کونکي بللي وو خو دوی په افغانستان کې د بشر دحقونو  پر ماتولو ، پر ډله ییزو وژنو او جنګي جنایتونو بوخت  دي  چې  له کبله یې په هیواد کې د طالبانو ډله   ورځ په ورځ قوي کیږي.
په کابل کې د امریکا د سفارت دساتونکو کیسه یې لا بل پیغور   چې د افغانانو پرټپي احساساتو مالګې دوړوي.
جګړه داسې پایته نه رسیږي چې په بیا بیا ملکي خلک په نښه کړي .په داسې حالاتو کې د سولې تمه کول لیونتوب دی.
 امریکايي جنرال  مک کریستل چې دنړیوالو پوځونو مشري په غاړه لري  د کندوز له پیښې یوه ورځ وروسته د بمبارۍ سیمې ته ورغلی وو. ده هلته  هڅه وکړه چې رښتیا په سپینه ورځ په بډه ووهي . ده  وویل چې ملکي خلک  دکندوز په هوای برید کې ټپیان شوي دي ،په داسې حال کې چې ځايي خبریالانو په دې پیښه کې له ۷۰ ډیرو ملکي خلکو د وژنې په اړه شواهد ټول کړي دي.
په حقیقت کې هغه وړاند وینه چې د۲۰۰۹ کال په وروستیو کې به جګړه د افغانستان له سوېل څخه شمال ته غځیږي رښتیا شوه .
په دې هیواد کې د امریکا په مشرۍ میشت نړیوال سرتیري د اوباما له حکومت سره پر هغې تګلارې اختلاف لري چې  په متحدو ایالاتوکې د افغانستان لپاره چمتو شوې ده.جنرال مک کریستل ویلي دي چې په تګلاره کې باید بدلون راشي.
د ناټو نور غړي بیا پخپلو منځو کې له امریکا او نورو سره دافغانستان پر مساله اختلاف لري. له دې مالومیږي چې په افغانستان کې نړیوال تر اوسه یوه داسې تګلاره نلري چې ددوی تګلوری وټاکي.
دافغانستان حکومت چې د اداري درغلیو ، د نشيي توکو د قاچاق او د جنګي مجرمینو له یوې کړۍ څخه جوړ دی ، هغه جنګي مجرمین چې د جرایمو لامله یې طالبان وزیږیدل او دوی یې  په ۱۹۹۶ کال کې بېواکه کړل ، په ډیریدونکي ډول  د عام ولس له خوابدۍ سره مخامخ دي . خو نړیوال سرتیري د دغسې یو فاسد حکومت  په دفاع کې ملکي خلک وژني. افغانان د تیروڅو کلونو راهیسې  د وخت په تیریدو سره د حالاتو د خرابیدو شاهدان دي. دطالبانو مقاومت چې نهه کلونه یې د۲۰۱۰ کال په راتګ سره پوره کیږي د ولسي خلکو تر منځ  خپل ځای پراخوي  او د افغانستان په څیر غرني هیواد کې  له عام  ولس سره مقابله په ډیرو ټانکونو او توپونو هم ناشونې ده.
تجربو ښودلې ده چې په افغانستان کې یو ځای جنګیالی دبهرنیو ځواکونو لښکرې دجګړې په ډګر کې ننګولی شي. 
هغه تش په نامه ټولټاکنې چې د اګست په شلمه وشوې دافغانانو د ارادې  تمثیل نشي کولی. پراخې درغلۍ  یې  یوېخوا ، د۴۲ هیوادونو د سرتیرو د شتون پر مهال چې عادي  ولس  د هوای او مځکنیو بریدونو ، سیاسي ، اقتصادي او ټولنیز کړکیچ سره مخامخ وي، د برخلیک د ټاکلو حق له لاسه ورکوي. دا ټول هغه توکي دي چې دنړیوالو سرتیرو او افغان حکومت په ضد ولسي پاڅون ته لار اواروي او که ولس لږ نور  زغم هم له لاسه ورکړي،  نو راتلونکي دوه یا درې کلونه   ډیر خونړي دي.نړیواله ټولنه په افغانستان کې بله لار نلري پرته له دې چې له طالبانو سره دخبرو له لارې د سولې یو تړون ته   ونه رسیږي.دطالبانو ځواک ورځ په ورځ په ډیریدو دی او دا کومه پټه خبره نه ده. هغه څوک چې له دې مسالې د انکار هڅه کوي دکندوز دوه ټانکرونو ګرځول او د امریکا د الوتکو بمبار یې لویه بیلګه ده. څو میاشتې وړاندې د کندوز او بغلان ترمنځ د لوې لارې په اوږدو کې  د طالبانو یا مخالفو وسله والو په نامه  د نړیوالو ځواکونو په وړاندې کوم خنډ نه وو. خو اوس شته؟