ښايي امریکايي ځواکونه بېرته افغانستان ته راوګرځي

ښايي امریکايي ځواکونه بېرته افغانستان ته راوګرځي


  • 3 کاله دمخه (12/08/2021)
  • کامران احمدزي
  • 1607

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه خپره کړې مقاله کې د افغانستان اوسنیو حالاتو ته کتنه کړې او ویلي یې دي، چې ښايي په دغه هېواد کې د عراق تجربه تکرار شي.

یادې مقاله کې راغلی، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره سم د طالبانو د بریدونو ډېرېدل ښايي د دې باعث شي، چې امریکا بېرته یاد هېواد ته ور وګرځي.

د سرچینې په باور امریکا نه غواړي، چې په افغانستان کې خپلې شل کلنې لاسته راوړنې له لاسه ورکړي؛ نو ځکه به بېرته یاد هېواد ته د ورتلو زړه وکړي.

یاده مقاله کې دغه راز راغلي، چې که طالبان له افغان حکومت سره د خبرو له لارې روانه مسئله حل نه کړي؛ نو د زور له لارې راغلی حکومت به هیچاته د منلو نه وي.

نیویارک ټایمز په داسې حال کې دا مقاله خپروي، چې تازه د امریکا یو شمېر لوړ پوړو چارواکو هم ویلي، چې امریکا به افغان حکومت هیڅ وخت یواځې پرېنږدي.