د ملګرو ملتونو امنیت شورا ويلي، د افغانستان په اړه روانه جون مياشت غونډه جوړوو چې پکې به بېلابېل شخصيتونه او د هېوادونو سفیران ګډون وکړي.
دغه غونډه کې به افغانستان کې د بشري مرستو په چمتو کولو او د يوناما د کاري بهير په اړه هم بحثونه وشي.
د معلوماتو له مخې، د غونډې ويناوال به افغانستان کې د ښځو او ماشومانو پر وضعيت هم خبرې وکړي.
دغه غونډه چې د روانې جون مياشتې په ۲۳مه ترسره کيږي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبايوا هم خبرې وکړي.
دغه غونډه کې به افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي (يوناما) خپل درې مياشتنی راپور هم خپور کړي.
له دې وړاندې بیا سرپرست حکومت افغانستان کې د يوناما فعاليتونه بې ګټې بللي وو.
د يادونې ده چې دغه غونډه به ګيانا هېواد کې ترسره شي.