د برېتانیا د اپوزېسیون یو مهم غړی د بشري وضعیت ارزونې په هدف کابل ته راغلی

د برېتانیا د اپوزېسیون یو مهم غړی د بشري وضعیت ارزونې په هدف کابل ته راغلی


  • 2 کاله دمخه (09/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 697

سمسور (۱۹غبرګولی۱۴۰۱) د راپورونو له مخې، د برېتانیا یوه جګپوړي سیاستوال کابل ته په سفر راغلی دی؛ ترڅو دلته بشري کړکېچ له نژدې وګوري. 

دغه برېتانوی سیاستوال د بریتانیا د اپوزېسیون کارګرګوند شېډو یا علی البدل کابینه کې د بهرنیو چارو وزیر ډېوډ لامې دی، چې همدې کابینه کې د نړیوالې پراختیا وزیره پریت کور ګیل هم په دې سفر کې ورسره ملګرې ده.

دغه سفر داسې مهال شوی چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې او ملګرو ملتونو په افغانستان کې د اقتصادي کړکېچ زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د افغانانو د لاسنیوي لپاره اړین ګامونه واخلي.