هرات او غزني کې ماین چاودنو ۱۵ ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

هرات او غزني کې ماین چاودنو ۱۵ ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې


  • 9 مياشتي دمخه (01/04/2024)
  • سمسور نیوز
  • 289

په هرات او غزني ولایتونو کې د پخوانیو ناچاوده ماینونو د چاودنو له امله ۱۰ ماشومان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حمیدالله نثار وایي، تېره ورځ د ګېروی ولسوالي په ځدراڼ کلي کې د یوه پخواني ماین چاودنې له امله ۹ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

نثار زیاته کړې، چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې یادو ماشومانو پر دې ماین لوبې کولې.  

نوموړی وایي، په وژل شویو کې ماشومانو کې پنځه هلکان او څلور نجونې شاملې دي. 

د وژل شویو ماشومانو عمرونه د څلور او لسو کلونو ترمنځ ښودل شوي دي.

په ورته مهال د هرات په کشک رباط سنګي ولسوالي کې هم يو ماشوم د ماين چاودنې له امله وژل شوی او پنځه نور ټپيان دي.  

په افغانستان کې له پخوانیو جګړو پاتې ماينونه او نور ناچاوده توکي وخت ناوخت د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب کېږي، چې ډېری قربانیان یې ماشومان وي.