لاوروف: په رسمیت د طالبانو حکومت پېژندنه له وخته مخکې خبره ده

لاوروف: په رسمیت د طالبانو حکومت پېژندنه له وخته مخکې خبره ده


  • 2 کاله دمخه (01/01/2022)
  • سمسور پریس
  • 985

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، د اوس لپاره به په رسمیت د طالبانو پېژندلو موضوع له وخته مخکې خبره وي. 

هغه په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې د طالبانو حکومت په رسميت پېژندنه د ټول‌شموله حکومت د رامنځ‌ته کېدو او له ترهګرۍ سره مبارزې پورې تړاو لري. 

نوموړی وايي، روسیه به په دې تړاو له نړیوالې ټولنې سره په شریکه د ملګرو ملتونو د بندیزونو له نوملړه د طالبانو لېرې کولو پر لور تدریجي پرمختګ وکړي. 

په ورته مهال ښاغلي لاوروف دا هم ویلي، مسکو په کابل کې د خپل سفارت له لارې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له استازو سره په اړیکه کې دی.

همدا تېره اوونۍ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم وویل، چې طالبان باید د خپل حکومت ټولګډونوالی باوري کړي.