د امریکا سنا؛ افغانستان کې د ځواکونو پر پاتې کېدو ټینګار کړی

د امریکا سنا؛ افغانستان کې د ځواکونو پر پاتې کېدو ټینګار کړی


  • 4 کاله دمخه (22/11/2020)
  • خليل
  • 1227

وروسته تر هغه چې د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ په بېړه له افغانستان څخه د خپلو ټولو سرتېرو د ستنولو خبره وکړه، د سنا جرګې د دفاعي کمېټې مشر په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو پر پاتې کېدو ټینګار کړی دی. ادم سمیت ویلي، افغانان تر اوسه په یوازې ځان د خپلې خاورې ساتلو وړتیا نه لري نو اړتیا ده چې تر یو څه وخته په دغه هېواد کې خپل نظامي حضور ته دوام ورکړي. نوموړي زیاته کړې، افغانستان کې لا هم د ترهګرو د رشد لپاره مناسبې ساحې وجود لري او ډېری شنونکي په دې باور دي چې که چېرته امریکایي ځواکونه له دغه هېواده وایستل شي نو د سپټمبر ۱۱مې پېښه به بیا تکرار شي. په ورته وخت کې د یادې کمېټې یو بل غړي مک تورنبري هم ورته څرګندونې کړې دي او په افغانستان کې یې د امریکایي سرتېرو پر پاتې کېدو ټینګار کړی دی.