له کومې ورځې چې په هېواد کې د ١٣٨٩هـ ش کال د وږي په ٢٧مه دولسي جرګې يا ملي شورا لپاره ټاکنې تر سره شوې دي، نو ددې هېواد په تاريخ کې دپارلمانيانوبدې او ګډې وډې ورځې پيل شوي دي.
دا ټاکنې په داسې حال کې تر سره شوې چې له سرنه تر پښو ددغليو او تقلب په ډنډ کې ډوبې وې ، تردې پورې چې دې شوراته له نوماندانو نه نيولې تر د انتخاباتودمستقل کمېسيون،دشکاياتوکمېسيون ،داخلي او بهرنيو هغو اشخاصو چې له دې پروسې څخه يې نظارت کاوه ،په دې ګرم ډنډ کې ولمبېدل.
ددې ټاکنو پايلې په داسې حال کې را ووتې چې نړيوالو هم راپورې ښه په کړس کړس وخندل، ولې هغه کسان چې په دې انتخاباتوکې بريالي ټاکل شوي واى، چاپه دوربين کې هم ونه ليدل،او دادى له انتخاباتو څخه د پنځو مياشتوپه تېرېدوسره اوس هم چيغې او فريادونه کوي،اوخپلې هلې ځلې کوي، کله ګواښ کوي اوکله له عزر اوزاريوڅخه کار اخلي ،په دې اميد چې کېداى شي،کوم غوږ پيداشي چې ددې مظلومانو اواز واوري،خو هغه ورځ به کله وي؟
مګر هغه کسان چې د انتخاباتواو شکايتونو تش په نامه مستقل کمېسيونونه(ډالر) يې په بغل جېب او بيکونوکې اچولي و،هغوى بريالي او دښاغلي ملاصاحب معنوي لخوا ورته د برياليتوب سندونه ورکړل شول چې دې لړۍ هم دوه درې مياشتې وخت په دربر کې ونيو.
کله چې ددو ى په نظر دا جګړه پاى ته ورسېده نو ورپسې ددې شورا د پرانيستلو ډنډورې پيل شوې چې په اخر کې د داخلي او خارجي ګير اوګواښونو نه وروسته ولسمشرسر له دې چې دوه ځله يې دشورا داعلان وخت وځنډاوه او اخري نېټه يې دکب ٣مه په ګوته شوه ،خو مجبور شو چې دانېټه پوره يوه مياشت مخکې کړي،چې بالاخره د سلواغې په ٦نېټه د چهار شنبې په ورځ يې داشوراپه رسمي توګه پرانيستله.
داغم لا سوړ نه و چې ورپسې دې دشوروا دېګ ته د سرکي غم کول رامنځته شو،ترڅو دا لوى ديګ له شته مکروبونو اوګردونو څخه په امن کې پاتې شي.
خو دا چې زموږ په هېوادکې دغه جراسيم هم لکه د اداري فساد په شان د هر چارواکي په بدن کې جرړې غځولې دي نو کله پرېږدي چې دا دېګ دې سر ولري ،دلته خو هرڅوک لاس منډي او ګوړې را باسي، په هر حال دسلواغې په ٩نهمه نېټه د ملي شورا د رياست لپاره ځلور کسانو ځانونه و نومول او ميدان ته يې را ودانګل، خوافسوس چې څلور واړه هغه ازلي بدبخته وو چې له يوه سره هم قسمت ملګرتوب ونکړ او دې پوړۍ ته يې پورته نکړ، په همدې ترتيب دوهم ځل او دريم ځل ټاکنې هم ترسره شوې خو په تاسف سره بايد ووايو چې ددوى سرنوشت هم داولې دورې پشان شو. دا جرګه ددريم ځل لپاره هم د خپل رئيس د په ټاکلو بريالۍ نشوه.
له بده مرغه چې ددې شورى د رياست لپاره داسې اشخاصو هم ځانونه نومولي وو چې که پوښتنه ځنې وشي چې ملي شورا ټول څو تنه غړي لري ؟ نو باور دى چې لاربه ځنې ورکه شي او وايي به چې چېرې جړحساب وي ماته يې رامخکې کوې نوپه هېڅ به نه پوهېږي.
دلته اوس پته لګي چي څوک په حقيقي رايه راغلی، که ټول پهخپله رايه راغلي وي نو ولې نن په خپلوکې ديوې رايې باور هم نلري؟
ډېره د افسوس اود عيب نه ډکه خبره ده چې په لس ورځوکې دلسګونو نفرو تر منځ يو مشرنشي ټاکلى نو اياسبابه هغه سلګونه او زرګونه ولس له دې وکيل څخه څه تمه وکړي د خدمت او يا هم د منډې ترړې، داچې نن دوى لکه دماشومانو پشان په خپلوکې سره نه جوړېږي نونوروته به څه وکولى شي.
له دې نه دا په ډاګه معلومېږي چې په دې ٢٤٩کسانوکې يو هم د مشرۍ او زعامت وړتيا نلري.