کاناډا: افغانان سخت وضعیت کې دي؛ یوازې یې نه‌پرېږدو

کاناډا: افغانان سخت وضعیت کې دي؛ یوازې یې نه‌پرېږدو


  • 3 کاله دمخه (12/09/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1162

د کاناډا لومړی وزیر جسټین ټروډو وایي، چې هېواد یې د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی او په دې پېچلي وضعیت کې یې یوازې نه‌پرېږدي. 

نوموړي همداراز ویلي، چې دوی له افغانستان سره اوږدې مهالې اړیکې لري او په دې موده کې سلګونه افغانانو مرستې ورسره کړې دي. 

هغه دغه‌راز د خپلو خبرو پر دوام ډاډ څرګند کړی، چې کاناډا له افغانستان سره پر خپلو کړیو ژمنو ولاړه ده او له دې هېواد سره خپلې همکارۍ دوامداره ساتي. 

کاناډا یو له هغو هېوادونو دی چې تېر حکومت سره یې ښه ډیپلوماټیکه راشه درشه درلوده؛ خو د طالبانو د حکومت په اړه یې تر دې دمه رسمي دريځ نه دی خپل کړی.

یاده دې وي، چې طالبان د څو کلونو له وسلوالې مبارزې وروسته د تېرې اګست میاشتې پر پنځلسمه نېټه پر افغانستان یو ځل بیا واکمن شول او اوس یې خپل سرپرست حکومت هم اعلان کړی.