افغانستان د لسو مفسدو هېوادونو له قطاره ووت

افغانستان د لسو مفسدو هېوادونو له قطاره ووت


  • 1 کال دمخه (01/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 629

د روڼتیا نړیوال سازمان وایي چې  افغانستان په ۲۰۲۲ کال کې له فساد سره په مبارزه کې د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې د شفافیت له اړخه ۱۵۰ ځای خپل کړی دی.

تر دې وړاندې یاد  سازمان د ۲۰۲۱ کال په  راپور کې ، افغانستان د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې له فساد سره د مبارزې له اړخه ۱۷۴ یم هېواد بللی وو.

دې سازمان  پخپل تازه راپور کې د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو کې د اداري فساد کچه او د مخنیوي لپاره یې د حکومتونو هلې ځلې ارزولي دي.

په راپور کې راغلي  افغانستان له فساد سره په مبارزه کې د شفافیت ۲۴ امتیازونه خپل کړي چې پر همدې اساس د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې یې ۱۵۰ ځای خپل کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ نړیوال بانک هم تېر ۲۰۲۲ کال د افغانستان لپاره په مالي او اقتصادي برخو کې نسبتآ ښه ارزولی وو.

دغه بانک خپل تازه رپوټ کې چې د جنورۍ پر ۲۵مه خپور شوی و، ویلي تېر کال د افغانستان له صادراتو رانیولې، د انفلاسیون یا د توکو د بیو تر کنټرول، د افغانیو د ارزښت تر ساتل کېدو او همدا راز د عوایدو تر راټولو لو پورې ښې لاسته راوړنې در لودې.