ایران د مخکېني حکومت د سقوط پر مهال ګڼ شمېر ور وړل شوي پوځي تجهیزات بېرته افغانستان تسلیم کړل

ایران د مخکېني حکومت د سقوط پر مهال ګڼ شمېر ور وړل شوي پوځي تجهیزات بېرته افغانستان تسلیم کړل


  • 2 کاله دمخه (08/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 670

سمسور (۱۸غبرګولی۱۴۰۱) د ا.ا د بهرنیو چارو وارت وايي، ګڼ شمېر پوځي وسایط او وسلې چې د پخواني حکومت د سقوط پر مهال ایران ته انتقال شوي وي، بېرته افغانستان ته رالېږدول شوي دي. 

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، دغه پوځي تجهیزات، چې په مژ سپکې او درنې وسلې، هاموي ټانګونه، رینجر موټر او د اور وژنې موټر شامل دي، تېره شپه د اسلام کلا بندر له لارې  افغانستان ته رالېږدول شوي دي. 

د ا.ا حکومت د ایران دغه کار ستایلی او ویلي دي، چې دې سره به د دوی او ایران اړیکې نورې هم پیاوړې شي.

بل خوا؛ د ایران حکومت تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.