د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ویلي، چې د قطر د بهرنیو چارو له وزیر سره یې خورا ګټورې خبرې کړې دي.
د نوموړي په خبره په یاده لیدنه کې، چې د افغانستان سرپرست صدراعظم او کابینه شامله وه، له قطري چارواکي سره یې د پر دوه اړخیزو اړیکو، بشري مرستو او د قطر په هر اړخیز ملاتړ خبرې کړې دي.
دوی دغه راز له یاد هېواد مننن کړې، چې تل یې له افغانستان سره ښې اړیکې پاللې دي.
باید یاده شی، چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د قطر هېواد ځینې چارواکي په مسلل ډول کابل ته سفرونه کوي.