د ټرمپ مرستیال: بايډن د ټرمپ د حکومت ټول پلانونه په لغته ووهل

د ټرمپ مرستیال: بايډن د ټرمپ د حکومت ټول پلانونه په لغته ووهل


  • 3 کاله دمخه (05/10/2021)
  • خالد سهار
  • 1209

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ مرستیال مایک پنس په تازه څرګندونو کې ویلي، دوی له افغانستان د وتلو لپاره منظم پلان درلود؛ خو جوبايډن د ټرمپ د حکومت ټول پلانونه په لغته وهلي دي.

پنس وایي، بايډن د افغانستان په برخه کې ډېر بې وجدانه و، ځکه د امریکا ټولو متحدینو ته یې په افغانستان کې شا واړوله او په نیمه شپه کې یې د بګرام هوايي اډه پرېښوده.

د نوموړي په وینا، چې بايډن باید د ټرمپ سیاستونه تعقیب کړي وای، همغه فعالیتونو ته یې ادامه ورکړې وی، په دې صورت کې به امریکا ته اوسنۍ بدنامي نه اوښته.

باید وویل شي، چې په وروستیو کې د امریکا ولسمشر جوبایډن د افغانستان په مسئله کې تر سختو نیوکو او فشارونو لاندې دی، په تېره دا څویم ځل دی، چې ټرمپ اوسنی ولسمشر ملامتوي او آن د ده د استعفاء غوښتنه یې هم کړې وه.