لاهور کې یوه استاده د خپل شاګرد سره تښتېدلې

لاهور کې یوه استاده د خپل شاګرد سره تښتېدلې


  • 6 مياشتي دمخه (05/11/2020)
  • اسير مشواڼی
  • 273

د مراد په نوم د شپږم ټولګي یو شاګرد دوه اونۍ وړاندې د ښوونځي له یوې استادې سره ورک شو، د دواړو کورنیو پولیسو ته عریضه وکړه او پلټنې یې پېل کړې.

پولیسو شاګرد او استاده د جړانوالې په نوم یوه سیمه کې پیدا کړل چې یوه مدرسه کې یې پناه اخېستې وه.

نیول شوې استادې اردو فواینټ ته ويلي '' کورني تاوتریخوالي له وجې پوزې ته راغلې وم، خپل شاګرد سره مې خبره شریکه کړه او پخپله خوښه راسره راغی''

بل خوا شاګرد یې (مراد) وايي: '' زه د هیڅ نه خبر نه یم، استادې مې راته وويل چې بس ته خېژه، له ځان سره یې بوتلم''

پولیسو دواړه خپلو کورنیو ته په ضمانت حواله کړي، اوس یې د کورنۍ مشرانو پرېکړه کړې چې دومره وخت یې بهر تېر کړو د شرم خبره ده او باید واده یې وشي.

***