وروستۍبرخه ښوونيزبنسټونه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • شمس خوستی
  • 1183

دبشپړيدونكيوازموينوګټې
•       ددې ازموينې پوښتنې اسانه جوړيږي .
•       حافظې ته دسپارل شويوشيانودبيارايادونې وړتيالري .
•       دګومان او اټكل له مخې دځواب موندلوشونتياكموي اوځواب ورته پخپله زده كوونكي برابروي .

ددې ازموينې دوې غټې نيمګړتياوې
•       دزده كړې دپېچلونتېجودارزونې وړتيانلري .
•       كه پوښتنه په پوره غورسره ډلبندي شوي نه وي نودنومروپه وركړه كې يې ستونزې رامنځته كيږي ، دبېلګې په ډول
سيدجمال دين افغان چېرته وفات شو؟
كه دښوونكي موخه له پوښتنې څخه دهغې سيمې  دقيقه غوښتنه وي چې نوموړى پكې وفات شوى ،نودلته زده كوونكي دهېوادنوم،ښار اوياهم دايالت نوم ليكي نوښوونكى ددې پوښتنې ځوابونوته دنومروپه وركړه كې له ستونزواوپوښتنوسره مخ كيږي ،ځكه چې پوښتنه سمه نده ليكل شوي اوزده كوونكي نه پوهيږي چې دهېوادنوم وليكي ،دښار اوكه دايالت  .
نواړينه ښوونكى خپلې پوښتنې په داسې ډول جوړې كړي چې يوازې يوځواب وغواړي اوبس .

دبشپړيدنكي ازموينو كارونه
ددې ازموينې پوښتنې داصطلاګانواونوموونې ،دټاكلواو مشخصو حقايقواوقوانينودپوهې،دميتودونودپوهې،داطلاعاتودساده تفسير اونورو دارزونې لپار كارول كيږي .

ګړنۍ ( تقريري)
كه څه هم ددې ازموينوارزښت اوسمهال كم شوى خوله پامه يې هم نشوغورځولى ،ځكه! ډېرداسې مضامين شته چې ازموينه اخيستل يې دليكني ډول ترڅنګه په ګړني ډول هم اغېزمنه وي ، لكه ژبې
 ( پښتو، دري ،انګليسي اوعربي ) .
اوښايي په ځينومضمونونوكې خوپه ليكلي ډول له سره ازموينه اخيستنه ښه پايله ونلري لكه قران كريم .
كه چېرې ګړنۍ ازموينه ددې لپاره اخيستل كيږي چې دزده كوونكي دلوستنې پوهه مالومه كړي نوبياخودې په ساده ډول پر هرزده كوونكي دكتاب ديومخ څوكرښې ولوستل شي اوكه موخه مودټاكلي پوښتنې ځواب غوښتنه وي نوبياښوونكي ته پكارده چې پوښتنې مخكې له مخكې په څوګروپونو ووېشي ،لكه دسنو(نېټو)په اړه ، د نامتواشخاصوپه اړه ،دمتلونوپه اړه ،دلنډيو،لغاتونو . . .
دغه كارله ښوونكي سره دېره مرسته كوي اوكولى شي دزده كوونكيو
پوهه يې له مخې وتولي .
اخځليكونه
استادكمال هلباوي ،ژباړه مصباح الله ،ځوانان اوراتلونكى ، د افغانستان اسلامي فرهنګي مركز،۱۳۷۲ هـ ش

خپل يادښتونه اودښوونې  تجربه .

پوهندوى حسن ګل بانډه وال ، په لومړنيوښوونځيوكې دژبې زده كړې لارښوونې اواستراتيژي ، كور، ۱۳۷۹ هـ

الله داد ، عيني ازموينې ،پوهه ،دويم دور،دريمه ګنۀ ،۱۳۸۲ هـ

عبدالله احساس ، نكاتې چندپيرامون اصول وپرنسيپ هاى اساسي تربيتي ، عرفان ، شماره دوم،۱۳۸۱ هـ

عبدالوكيل عمري ،دهېوادپه پوهنيزوچاروكې دديني ادابو تګلارو رعايت ، هيله ،پنځمه ګڼه ، ۱۳۳۸ هـ

سيدبهاؤالدين مجروح ،دجبراواخيتاردياليكتيك ، دادبياتو اوبشري علوموپوهنځي ، ۱۳۵۳ هـ

محقق عبدالحق دانش مل ، ارواپوهنه دتاريخ په اوږدوكې ، هيله دويمه ګڼۀ ، ۱۳۷۹ هـ

پوهنمل مولوي رشيد،پوهه ،لمړۍ ګڼه ،۱۱۳۷۴

وليدافغاني “   اموزش حقوق بشر“ تعاون ،شماره پنجم،۱۳۷۴

دښوونكيو درې تربيوي سمينارونه ،خوست ،G,T,Z زمايادښتونه .