قطر: له ترکیې سره مو د کابل هوایي ډګر پر سر خبرې روانې دي

قطر: له ترکیې سره مو د کابل هوایي ډګر پر سر خبرې روانې دي


  • 2 کاله دمخه (05/12/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1018

قطر وایي، چې دوی له ترکیې سره د کابل هوایي ډګر پر فعالولو او امنیت خبرې روانې کړې او ژر به یوې پایلې ته ورسېږي. 

د قطر د بهرنیو چارو وزیر دغه‌راز وایي، د افغانستان ثبات د ټولې سیمې لپاره مهم دی خو له بده مرغه چې نړیواله ټولنه ددغه هېواد د پرمختګ او ثبات لپاره یو مشخص پلان نه لري.

محمد بن عبدالرحمن زیاته کړې، چې دوی لا هم په افغانستان کې د ثبات لپاره د سیمه ییزو هېوادونو له سیاسي مشرانو سره خبرې کوي او غواړي د دوی اندېښنې رفع کړي.

نوموړي په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه د روسیې، چین او ځينو نورو هېوادونو اندېښنې پر ځای بللې دي او په وینا یې که د سیمې هېوادونه همکاري وکړي نو له افغانستان به هېچا ته هم ګواښ جوړ نه شي.