دټاکنو په خپلواک کمیسیون کې دبدلونونو اړتیا


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • حاجي نیازګل
  • 1309

دولسي جرګې د دوهم پړاو په ټاکنو کې د ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو تر پخوانیو ټاکنو زیاتې درغلۍ وشوې، داسې چې اوس د ولسي جرګې زیاتره کاندیدان د بیا ځلي ټاکنو غوښتنه کوي. د ولسي جرګې ددې پړاو په ټاکنو کې  د درغلیو زیاتره برخه تنظیمي زور واکو، محلي چارواکو او د دټاکنو د خپلواک کمیسیون کارکوونکو کړې دي، ځکه په ولایتونو او ولسوالیو کې زیاتره پخواني جنګسالاران واکمن دي او دډیرو په باوردغو کسانو یوازې هغو کاندیدانو ته  کار کاووچې ددوی دتنظیم غړیتوب یې درلود او یا یې نورې ګروپي ګټې سره شریکې وې سمه ایزو زورواکو او جنګسالارانو دټاکنو په جریان کې له خپلو ټولو امکاناتو څخه ګټه واخیسته او دخپلې خوښې وړکاندیدانو صندوقونه یې له جعلي رایو څخه ډک کړل.
په دغو ټاکنو کې تر ټولو زیات دټاکنو د خپلواک کمیسیون دکارکوونکو برخه زیاته وه.
ددغو پراخو درغلیو ډیره پړه ځکه دټاکنو د خپلواک کمیسیون په غاړه اچول کیږي چې دغه کمیسیون د پوره تجربو په درلودلو سره بیا هم ونه شوای کولای دهغو درغلیو مخه ونیسي چې مخه نیول یې ممکن و.
درایه ورکولو درنګ دکیفیت کمزوري هغه څه و چې په تیرو دری ځله ټاکنو کې تکرار شو دټاکنو خپلواک کمیسیون تیرو نیمګړتیاوو ته په پام سره کولای شوای چې دغه ستونزه وار دمخه هواره کړي ما پخپله او ډیرو هیوادوالو ولیدل چې دکابل ښار درایي ورکولو په مرکزونو کې ډیرو کسانو څو څو ځله خپلې رایې وکارولې.
په زیاترو ټاکنیزو مرکزونو کې د رایي ورکولو پاڼې ډیر ژر خلاصې شوې په زیاترو مرکزونو کې خلک درایي ورکولو لپاره کتار ولاړ ول خو درایي ورکولو پاڼې نه وې چې دوی خپلې رایې وکاروي.
دټاکنو د خپلواک کمیسیون کارکوونکو په زیاترو مرکزونو کې له شتمنو کاندیدانو پیسې اخیستلې او دپیسو په بدل کې یې له رایو څخه د دغو کاندیدانو صندوقونه ډکول.
په هغو ټاکنیزو مرکزونو کې چې د دټاکنو د خپلواک کمیسیون دمشر له تنظیم څخه و، ویل کیږي چې په اساني سره یې کولای شول درغلي وکړای شي.
.دټاکنو دخپلواک کمیسیون د دغو پراخو درغلیو دمخنیوي لپاره ډیر څه کولای شوای خو لکه څنګه چې ښکاري ویې نه کول.دادی وینو چې دهیواد له هرګوټ څخه د ولسي جرګې په ټاکنو کې د پراخو درغلیو دشته والي په اړه شکایتونه را پورته کیږي. د دټاکنو خپلواک کمیسیون او دټاکنیزو شکایتونو کمیسیون یې په ځواب کې یواځې وایي چې په دې اړه څیړنې روانې دي، نن یا سبا به په ټاکنو کې د درغلي کوونکو نومونه رسوا کړي.خو تر اوسه لا په دې اړه کوټلي ګامونه نه دي پورته شوي او نه هم خلک له هغه کمیسیون څخه چې د جنګي ډلو غړي او پلویان پکې برلاسي وي دا ډول تمه لرلی شي، چې دوی به وکړای شي په بې طرفانه ډول درغلۍ وڅیړي او دخلکو اندیښنو ته سم او قانع کوونکی ځواب ووایي.
په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې چې درغلۍ وشوې ټوله پړه یې دټاکنو د خپلواک کمیسیون په مشرتابه ور ولویده او ددغه کمیسیون مشر عزیز لودین له خپلې دندې ګوښه شو.
رسنیو هم چې زیاتره یې دجنګسالارانو او دهغوی دملاتړو له خوا حمایه کیږي په دې اړه ډیر تبلیغات وکول، دا ډول رسنیو به د ټاکنو هره پړه د دټاکنو د خپلواک کمیسیون دهغه وخت په مشر ور تاوانوله.
په اوسنیو ټاکنو کې چې تر هغو زیاتې درغلۍ وشوې، لکه څومره چې لازمه ده په دې اړه رسنیو خپله دنده سرته نه ده رسولې او ځینو رسنیو تر ډیره حده  دټاکنو خپلواک کمیسیون دمشرتابه په کمزورتیا او ناکارایي سترګې پټې کړې دي .
په کارده د ولسي جرګې د دوهم پړاو په ټاکنو کې دټاکنو خپلواک کمیسیون چې خپلواکي یې تر بل هر وخت ډیره دپوښتنې وړ ده رول په بې طرفانه توګه وڅیړل شي او دا کمیسیون باید هغو پوښتنو ته روښانه ځواب ووایي چې دولسي جرګې په وروستیو ټاکنو کې د درغلیو په باب له خلکو سره موجودې دي.
دټاکنو خپلواک کمیسیون ونه شوای کولای د ولسي جرګې دټاکنو بهیر په ښه ډول رهبري کړي نو لازمه ده ددغه کمیسیون په مشرتابه کې بدلونونه رامنځ ته شي تر څو خلک په دې بهیر او د دموکراسي دپلي کولو په برخه کې د افغان دولت په رښتینوالي باور پیدا کړي.
که داسې ونه شي خلک به په دموکراسي خپل باور بایلي او بیا به په دا ډول ټاکنو کې څوک په ښه زړه ګډون ونه کړي.