تخیل: د ژبې، اسطورو، فیلوسوفي، هنر او پوهې ترمنځ

تخیل: د ژبې، اسطورو، فیلوسوفي، هنر او پوهې ترمنځ


  • 1 کال دمخه (11/12/2023)
  • عبدالغفور لېوال
  • 434

د خیال، تخیل او تخییل په اړه ګڼ بحثونه شوي، خیال د ناریښتینو ښکارندو ذهني انځور دی، چې د تخیل په مرسته مانا مومي او هرکله چې یو تخیل بل وګړي ته ورلېږدي او د قراردادي نښو په وسیله یې هغه هم په ذهن کې انځورولای شي، د خیال و تخیل دغه لېږد ته تخییل ویل کیږي. 

لاتراوسه فکر کیږي، چې دا درې سره پړاوونه د انسان ځانګړنه ده.  د ژویو او ان بوټو یوه پرمختللې عصب پېژانده (نیورولوژیکه Neurological ) څېړنه ښايي دا ومومي، چې هغوی هم خیال لرلای شي، که نه؟   

د تخیل په اړه مو د ګڼو پېژندونو له منځه یو دا هم لوستی یا اورېدلی، چې: « تخیل د هغو څيزونو یا فکرونو Ideas  تصور دی، چې زموږ په چاپېریال کې نه‌شته، ځینې خو تر دې هم وړاندې تللي او وايي: تخیل په ذهن کې د هغو څیزونو انځورول دي، چې بهرنی وجود نه‌لري.»

کیسه له همدې ساده پېژند څخه راجوړه ده. مهمه پوښتنه دا ده، چې زموږ په ذهن کې داسې څه انځوریږي، چې بهرنی وجود نه‌لري؟ یا یې موږ د لومړني وجود په اړه پوهه نه‌لرو؟ یا مو یې نوم اورېدلی نه‌دی؟ 

اپلاتون ښايي خپله د مُثل  نظریه له همدې پوښتنې رامنځته کړه، هغه وايي: د هستي هر توک یو لومړنی قالب لري، دغه قالب لومړني هستوونکي جوړ کړی دی. په ټوله هستۍ کې هيڅه داسې نه‌شته، چې د لومړني هستوونکي له قالبونو دې بهر وي. برکلي Berkeley ویل: لومړني قالبونه د څیزونو تصورات دي، چې د څښتن په تفکر کې د هغوی تر خلقت وړاندې لا موجود وو/ دي. 

 هغه څه، چې زموږ په چاپېریال کې نه‌شته یا بهرنی وجود نه‌لري، خامخا نوم هم نه‌لري، چې نوم نه‌لري مانا و مفهوم نه‌لري، هر هغه څه چې مانا و مفهوم/ ژبنی هویت (نوم) او لومړنی مُثلي قالب نه‌لري هیڅکله انساني خیال ته لار موندلای نه‌شي. 

د ټولې هستي توکي د زړبېلګو (Archetypes   )  په بڼه داسې د ټول بشریت په ګډه تاریخي ناخوداګاه کې زېرمه دي، لکه د رغېدلې ځیرکتیا لوګارېتمیک کوډونه. 

نو: 

تخیل د هستۍ د هغو توکونو د ناریښتیني یوځای‌کېدو تصور دی، چې شته. 

دا تخیل وګڼئ، چې څوک ووايي: « ستا د سترګو په وحشي اسونو الوځم اسمان ته» ښکلی تخیل دی. د سترګو وحشي اسونه ریښتیني نه‌دي، بلکې یو شاعرانه ترکیبي انځور دی. اس الوتلای نه‌شي، خو تخییل یې کېدلای شي، اسمان ته وررسېدل هم ناریښتیني دي، خو تخیل یې شونی دی. د پېژند دا برخه سمه ده، چې « د سترګو وحشي اسونه» او «پر هغو اسمان ته الوتل» زموږ په چاپېریال کې عیني وجود نه‌لري. خو د دغه پراخ تخیل توکي ټول شته. 

«سترګې»، «اسونه»، « الوتل»، «اسمان»، «مخاطب = معشوقه» او «شاعر» ټول پېژنو، نومونه یې په ژبه کې مانا ښندي او موږ یې له لومړنۍ مُثلي هستۍ او قالبونو سره اشنا یو. 

دلته نو د خپل بحث منځنۍ او اصلي پوښتنې ته رارسېږو: 

« ایا انسان داسې څه تخیل کولای شي، چې هېڅ بهرنی مجرد وجود ونه‌لري؟ مانا مُثلي قالب یې نه‌وي، په ژبه کې هېڅ نوم مانا ورونه‌بښلای شي. په مجرده بڼه د یوه «څيز» په توګه هېڅ نه وی هست شوی؟» 

له یوه بله اړخه : 

د اسطورو په اړه یوه مهمه تیوري دا ده، چې د اسطورو زېږدا لا هم روانه ده. اسطورې د انسان همزولې دي او د انسان تر روستي پایښت پورې به رامنځته کیږي. اوسمهال په زېږنده اسطورو کې له زمکې بهر له نورو ستوریو څخه د راغلیو ژوندیو موجوداتو یا په نورو ستوریو کې د ژوند او ژوندیو شتون دی. دا اسطورې دومره مهمې دي، چې هم د ناسا په علمي بحثونو کې شته او هم د زړې انا په خیالي داستانونو کې. 

 له زمکې بهر د ژوندیو موجوداتو شتون نه څوک منلای شي او نه یې ردولای. خو میلیونونه انسانان پرې فکر کوي، ایا تر موږ پرته نور مخلوقات هم شته؟ 

په دې اړه پریمانه لیکل شوي، فیلم شوي یا انیمېشن شوي متنونه شته. Extraterrestrial life  یا تر زمکې بهر ژوند هم علمي بحث دی، هم فیلوسوفیک،  هم اساطیري Mythological ،  هم هنري و ژبنی. چا لاتراوسه لیدلي نه‌دي، یا ښه به وي ووایم شتون یې تجربه شوی نه‌‌دی، خو ګورو چې په ژبه کې نوم ورته شته او موږ پرې خبرې کوو.  په زړه پورې دا ده، چې ټول هغه لیکلي، فیلم شوي، ګرافیک شوي او تصور شوي موجودات داسې تخیل شوي، چې قالبي هستي یې د زمکې د هغو موجوداتو کاپي ده، چې موږ یې پېژنو. لاسونه او پښې لري، سترګې، خوله او سر و تنه.  ښايي تنه یې لنډه یا اوږده وي، پوزه یې غټه یا کوشنۍ وي، سترګې یې بل ډول، خوله یې لویه، پوټکی یې روڼ او سر یې چخپیت، خو موږ بل څه تصور کولای نه شو. 

ولې باید هرومرو تر زمکې بهر موجودات زموږ په شان وي؟

ایا تخیل کولای شو، چې له زمکې بهر دې یو موجود وي، خو سترګې دې ونه‌لري، غوږونه، پوزه، خوله، لاس و پښې دې ونه‌لري، خو لیدل، اورېدل، تلل و خوځېدل دې وکړلای شي؟ هغه څنګه؟ په څه؟ 

یا (لیدل، اورېدل، پوهېدل) دې ونه‌لري، بلکې بل ډول موجودات دې وي؟ داسې تصور کړلای نه شو، ځکه موږ نه پوهېږو څه وایو؟ ژبه مرسته نه راسره کوي. ولې؟ ځکه په ژبه کې داسې مفهوم نه‌ورته لرو. 

هغه څه چې باید تخیل یې کړو، نه‌ورته نوم لرو، نه مفهوم، نه هم د مُثلي قالب هستي، ځکه یې خیال او تخیل هم نه شته. 

اورېدلي مو دي، چې د ساینس لومړنۍ تجربې په لومړي سر کې فرضیې وې او تر فرضیو مخکې تخیل و. انسانانو تخیل کاوه چې الوځي، دا تخیل یې په هیله بدل شو، هڅه یې وکړه او د الوتلو فرضیه یې رامنځته کړه، بیا یې له پوهې (ساینس) څخه مرسته وغوښته، الوتکه او د الوتلو نور وسایل یې جوړ کړل. په دې ټول بهیر کې الوتونکي مرغان د زړبېلګې یا مُثلي قالب په توګه ورسره و. الوتکه د مرغه کاپي ده، هماغسې چې مرغه د خپل لومړني مُثلي قالب کاپي دی. 

که انسان (سترګه) نه پېژندلی، د کامرې او عکس اخیستلو تخیل یې هيڅکله په علمي فرضیه او بیا ساینسي واقعیت بدلولای نه شو. 

په زړو اسطور کې لولو، چې بابلي، مصري، هیندي، یوناني او رومي خدایګوټو د انسانانو بڼې درلودې، ځکه هغه مهال چې انسانانو خپل دغه خدایان د خپل تخیل په مرسته راپنځول یوازې یې انسان پېژاند، بل څه یې تخیل کولای نه شو. خدایګوټو د انسانانو بڼې لرلې، خو پیاوړي او فوق‌العاده وو. بابلي/ اشوري شمش، مصري امون، هیندي دیائوس یا د‌ه‌ئوس، یوناني زیئوس، رومي ژوپیتېر، هیندي ګنیش او کریشنا او نور یا د انسان په بڼه و، یا نیمه انسان او یا د ژوي په بڼه.  پان ( په یونانيΠάν )  د اوزې پښې لرلې، ګنیش د پیل په بڼه و او ابوالهول Sphinx   د زمري جسم او د انسان سر درلود. 

هېڅ ولس داسې خدایګوټی (رب‌النوع)  تخیل نه کړلای شو، چې تجسم یې د هغه په ګډه ناخوداګاه یا د زړبېلګو په زېرمه کې نه‌وي. یا داسې څه وي، چې زړبېلګه Archetype یې له موږ سره نه‌وي. 

په ریاضیاتو او فیزیک کې (لایتناهي) مفهوم تر هغې پولې روسته راپیلیږي، چې د انسان تخیل نور نه‌شي وررسېدلی. انسان د پراخه کایناتو یوه برخه په سترګو ویني، تر هغه روسته یې د تکنولوژي په مرسته لیدلای شي، د تکنولوژي تر لاسرسي بهر یې د علمي مشاهداتو په بڼه پېژني، تر دې هم هاخوا یې د تخیل په توګه  تصور کوي، خو چې له تخیل څخه یې  هم بهر شي، هغه بیا لایتناهی بولي. لایتناهي یعنې: زه هم نور پرې پوهېدلای نه شم. 

څو ورځې وړاندې مې د  گازي ستوري (مشتري) په اړه یو علمي راپور وکوت. مشتري د شمسي نظام لوی ستوری دی، چې لویه برخه یې له ګازونو جوړه ده، مشتري ناکام ستوری بولي، ځکه د ګازونو یو غونډاری دی او بشپړ جامد شوی ستوری نه‌دی. په راپور کې راغلي و، چې د مشتري هسته د اوبلنو، جامدو او ګازي ټوټو یوه مجموعه ده، موږ نه پوهیږو، چې دې ته څه نوم ورکړو؟ ځکه نه بشپړ ګاز، نه بشپړ جامد، نه بشپړ اوبلن (مایع) څه دي، دا چې څه دي سخته ده، چې ځواب ورکړو. 

انساني پوهه به یومهال د مشتري هسته وپېژندلای شي، که نه؟ خدای خبر دی. خو هغه څه چې ما ته په زړه پورې و دا دی، چې ان ساینسي تخیل هم مرسته کړلای نه‌شي، چې د انسان په ګډه ناخوداګاهي زېرمه کې داسې نوم او مفهوم وموندلای شي، چې په زړبېلګو یا مُثلي قالبونو کې یې بېلګه نه‌وي. 

زموږ د تخیل کړۍ (دایره) هماغومره ده، چې موږ فکر کوو، فکر مو هماغومره دی، چې موږ له دې کایناتو څخه د پېژند هڅه کړې ده. حقیقت زموږ تر فکر و تخیل ډېر لوی او پراخ دی. خپل فکر او تخیل ته اجازه ورکړئ، چې پراخ شي او تر هغو بریدونو هم واوړي، چې تاسو ته یې ټاکلي دي. د تخیل او تفکر له لرې لرې تللو څخه مه ویریږئ. پراخ تفکر او لرې تللی تخیل کفر نه‌دی، بلکې ستاسو د لوی معرفت لپاره لار هواروي.