د نوستان خلک: د نورګرام په يوه ځنګل کې بیا اور لګېدلی

د نوستان خلک: د نورګرام په يوه ځنګل کې بیا اور لګېدلی


  • 2 کاله دمخه (14/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 742

سمسور (۲۴غبرګولی۱۴۰۱) د نورستان اوسېدونکي وايي، د نورګرام ولسوالۍ تیتین دره کې له دوو ورځو د نښترو او ځنغوزیو ځنګل کې اور لګېدلی، چې دوی یې د مهارولو هڅې پیل کړې دي. 

د دوی په خبره، شااوخوا سل ځوانان د اور د مړه کولو لپاره لاس په کار شوي او پراخېدو ته یې نه‌پرېږدي. 

تر دې مخکې هم د نورستان نورګرام ولسوالۍ، د کونړ او خوست په ځینو ځنګلونو کې اور لګېدلی و.

بل خوا راپورونه وایي، چې د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالي په یوه ځنګله کې هم اور لګېدلی، چې د وژنې هڅې یې روانې دي.