تېر ژمى زموږ جومات ته يو مساپر راغى ، دى بوډاوو ، څپولې ږيره يې درلوده او په ظاهره يې خير غوښت . مساپر يوه خبره وكړه ، دې خبرې خنداوې غلې كړې ، سرونه وځړېدل او دډېرو كليوالو سترګې له اوښكو ډكې شوې .
د دلوې د مياشتې لومړى مازديګر و چې اسمان سپينو وريځو ونيو ، واوره پيل شوه او په لنډ وخت كې يې يوه لوشت پوټي سپين كړل . ورېدا اوږده شوه . يوه ورځ ، دوه ورځې درې ورځې تر دې دمه كليوال ورته خوشاله وو ، واوره يې كارېزونو ته سره زر ګڼله ؛ خو وروسته د بامونو پاكولو ستړي كړل ، خلق يې تنګ شو او چې په څلورمه او پنځمه ورځ يې هم لمر ونه ليد ، خداى ته يې د اورښت ددرېدو خواستونه شروع كړل .
واوره ډېره وورېدله ، ما په خپله متر ورسره ونيو ، نو سانتيو ته رسېدله ، څوك د باندې نه شو وتلاى ، ګشت او ګام نه كېده ، آن د نږدې كليو لارې هم بندې وې ، نه پوله ښكارېدله او نه هم پټى ، ټوله سيمه يو لاس او تكه سپينه وه ، ځكه به نو د جومات تر څنګ اوږده كوټه له كليوالو ډكه وه او د تاو خانې په تاوده ځاى به ځاى نه كېده .
ما شومان به هم په دې خونه كې سره را ټول وو ، په جېبونو به يې له پرتو مردكيو ټكا ايسته او كله كله به يې له لويانو په پټه جفت او تاك كاوه .
په كليوالو كې يو پردى سړى هم ښكارېده ، دى يو ژېړ مازديګر كلي ته راغى ، شل دېرش افغانۍ يې ټولې كړې ، په جومات كې يې شپه شوه ، او كله چې سهار وختي را ووت ، واوره په شدت سره اورېدله .
بوډا د ناچارۍ له مخې په جومات كې پاتې شو ، كليوالو به ډوډۍ ورته راوړله ، دى ډېر نه غږېده ، غلى سړى وو ، چورتونه به يې وهل ؛ خو كله چې به د واورې بڅركي لوى شول ، دده سترګې به و ځلېدې په څېره كې به يې خوشالي را ټوله شوه او له خړو شونډو به يې څو ځله د شكر كلمه راووته . په پيل كې به د بوډا دا شكرونه په غوږو ښه لګېدل ؛ خو وروسته يې كليوالو ته دومره خوند نه ور كاوه او ځينو شوخو ځوانانو به لا ټوكې پسې كولې .
دوى به په ټيټ غږ ويل ( بوډا ته خداى وركړه ، په توده تاوخانه پروت دى ، مفته ډوډۍ ور رسيږي ؛ نو واورې ته به ولې نه وي خوشاله ) بل به په ملنډو ور غبرګه كړه (( څه يې كوې ځمكې به يې ډېرې وي )) ماشومانو هم نوم پرې كېښوود (( د واورې سړى )) دوى به بوډا ته اشاره كوله له نوي نوم نه به يې خوند اخيست او پټ پټ به يې خندل . په پنځم سهار واوره وورېده ، كليوال بامونو ته وروختل او د درېيم ځل لپاره يې واوره واچوله ؛ خو كله چې ستړي ستومانه جومات ته راغلل ، اورښت بيا پيل وكړ . بوډا تاوېدونكو سپينو بڅركو ته وكتل او په خوند يې وويل : مه كوه ! چې اوري !
دې خبرې ځينو ستړو كليوالو ته خوند ورنه كړ ، يو ځوان بې حوصلې شو او په خشكه يې وويل :
كاكا ! څه دې پكې ليدلي دي ، كرار پروت يې ، دا ځل به دې يوه بام ته ور وخېږوم ، بيا به دا خبره ونه كړې .
يوه بل په ملنډو ورغږ كړ :
څه يې كوې ، ځمكې به يې ډېرې وي ، د وچكالۍ غم ورسره دى .
په دې خبره څو ځوانانو وخندل .
بوډا يوه شېبه غلى وو ، مايې سترګو ته وكتل ، اوښكې پكې رغړېدلې ، وروسته يې يوې ترخې خندا شونډې سره ويړې كړې ، ورو يې وويل :
بچيانو زه نه ځمكه لرم ، نه كور لرم او نه هم خپل پردى . او ياوو كلونو ته رسېدلى يم ، ځكه نو د واورو د اچولو تمه هم مه راته كوئ ، وچكالۍ ته هم دومره زړه نه خورم ، خداى مهربانه دى ، له لوږې به نه مرو ، خو زه دا سپين بڅركي د بل څه لپاره غواړم . بوډا غلى شو كليوالو ته يې وكتل ، هغوى حيرانې سترګې ورته نيولې وې ، بېرته يې سر وځړېد ، يوه سړه سايې واخيسته او په خوا بدي غږ يې وويل :
(( تېر ژمى واوره كمه و اورېده ، يواځې يوه مياشت پرته وه ؛ خو بيا هم ښه وه ، د كليو لارې بندې وې ، تګ راتګ نه كېده ، پښه يې نيوله ، د موټرو ، موټر سايكلو او ټانكونو سينې يې را ګرځولې ، كراره كراري وه ؛ خو كله چې واوره لاړه لارې تورې شوې ، ګولۍ وورېدې ، زما ځوان زوى يې را وويشت او وينو يې ددېوال سيوري ته پرته واوره سره كړه . د واورې اورېدو ته مه خفه كېږئ ، دعا وكړئ چې ډېره و وريږي ، ډېره ، هومره ډېره چې لارې د ډېر وخت لپاره بندې كړي ، ژر ويلې نه شي او څو ورځې د وينو د توييدلو مخه ونيسي .
پاى
د ۱۳۸۷ ل د ثور ۲۴