په افغانستان کې زیاتېدونکی ترورېزم؛ ۱۱م د سپټمبر تکراروي

په افغانستان کې زیاتېدونکی ترورېزم؛ ۱۱م د سپټمبر تکراروي


  • 5 مياشتي دمخه (19/08/2024)
  • عبدالبصیر رحمت زی
  • 121

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي ویلي چې، په افغانستان کې د زیاتېدونکي تروریزم له کبله ممکن د سېپټمبر د ۱۱م پېښه بیا تکرار شي. 

د ایکسپرېس ټرېبيون د راپور پر بنسټ اصف دوراني ویلي چې، داعش په افغانستان کې مخ پر زیاتېدو دی او دا مسئله باید د سیمې او نړۍ لپاره د اندېښنې وړ واوسي. 

دورانی زیاتوي چې، ۹۷سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او که دا وضعیت دوام وکړي، ډیری افغانان به خپل هېواد پرېږدي او نورو هېوادونه ته به کډوال شي.

دوراني پاکستان ته د افغانانو پر ورتګ اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې، د افغانانو لپاره پاکستان ښه انتخاب دی تر څو دغه هېواد ته کډوال شي او په دې اړه باید نړیواله ټولنه خپل مسوولیت وپېژني. 

د یادونې ده چې لا تر اوسه سرپرست حکومت د دوراني دې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.