په کندهار کې د فرهنګيانو په وهلو او بندي کولو اشرف غني سخت رد عمل وښود


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • ټول افغان
  • 1670

د ماليې پخواني وزير او په ټولټاکنو کې ولسمشرۍ ته کانديد اشرف غني احمدزي په یو مطبوعاتي کنفرانس کې په کندهار کې د عبدالاحمد محمدیار په شمول د فرهنګيانو بندي کول، وهل او سپکول وغندل.اشرف غني په کندهار کې د فرهنګيانو سره د دولتي چارواکو کړنه ((ډېر بد رنګ تهديد)) وباله.
اشرف غني په مطبوعاتي کانفرانس کې ژورناليستانو ته د محمديار انځورونه ورښکاره کړل چې ټپونه یې په کې روښانه ښکارېدل. اشرف غني په دې هم نيوکه وکړه چې د کندهار د امنيې قوماندان د محمديار عرېضه نه ده ثبت کړې او ويلي يې دي چې له صلاحيته يې بېرون کار دی.
د يادونې وړه دچې دوه ورځې مخکې په کندهار کې د انارګل په دوديزه مشاعره کې د کندهاروالي، ښاروال او د اطلاعاتو او فرهنګ ریس په شمول چارواکو او امنيتي کسانو یو شمېر هغه فرهنګي کسان چې د اشرف غني احمدزي پېژندنپاڼې يې په ګډونکو ويشلې، ولچک کړل او سور لمر ته یې کښېنول. د بېنوا د فرهنګې ټولنې مشر عبدالاحمد محمدیار سره هم دولتي چارواکو  پوښتنې ګروينې وکړې او له مشاعرې یې وشاړه. له مشاعرې بېرون د پوليسو په شتون کې د استخباراتو کسانو په محمديار بريد وکړ؛ محمديار یې وواهه، کنځاوې یې ورته وکړې او لکړې یې ورماتې کړې.
محمدیار تر وهلو ټکولو وروسته
په فرهنګيانو بريد د هېواد دننه او بهر د یو شمېر فرهنګي او سیاسي کړیو او شخصیتونو له خوا غندل شوی دی. د اشرف غني غندنه په دې لړ کې تازه غندنه ده.
اشرف غني د کورنيو چارو وزير، د امنيت ملي وزير، او د محلي ارګانونو له ریس څخه غوښتنه وکړه چې قانون پلي کړي. او په څلورو ورځو کې د څېړنې مفصل رپوټ خپور کړي. اشرف غني امنيتي ارګانونو ته تهديد ورکړ که ځېړنه ونه کړي نو (( د دوی مسوليت به زما او دملت په وړاندې د پوښتنې لاندې وي)) او نړيوالو ارګانونو ته به مراجعه وکړي. اشرف غني وایي چې دا بايد د پخوانيو دوسيو په شان هېره نه شي. د دې نتيجه بايد روښانه شي. (( موږ جدي او روښانه ګام غواړو)).
په مطبوعاتي کانفرانس کې د اشرف غني له خبرو داسې معلومېدل چې نوموړي په کندهار کې د نوموړي د پلويانو او فرهنګيانو وهل ډېر جدي خفه کړی دی او په دې باور دی چې ولسمشر کرزی غواړي پخپله اشرف غني له دې لارې تهديد کړي او د ولسمشر کرزي سره یې معاملې کولو ته حاضر کړي. اشرف غني په کانفرانس کې دې ټکي ته اشاره وکړه او ویې ویل چې له تهديده نه ويرېږي او معاملې ته نه حاضرېږي.
 داسې ښکاري چې اشرف غني غواړي د محمديار او نورو فرهنګيانو سره د ناوړه سلوک د غندنې او د خلکو ته د روښانه کولو له لارې په راتلونکې کې د کمپاين په دوران کې د ورته پېښو مخنيوی وکړي. د دې خبرې پته له دې لګېږي چې اشرف غني وویل چې بې شمېره ځوانان د نوموړي په تاييد غواړي کار وکړي او تر هر څه د مخه د دې ځوانانو امنيت تامينول مهم دي. د اشرف غني په باور دا ځوانان د نوموړي په دې استعداد چې د افغان ملت خدمت کولای شي باور لري او حقوق یې بايد وساتل شي. نوموړی وایي چې د کندهار هغه فرهنګيانو چې د ده پېژندپاڼه یې د انارګل په مشاعره کې ويشله، د ده سره شخصي پېژندګلو نه لري.
اشرف غني په مطبوعاتي کانفرانس کې توندې خبرې وکړې او ویې ويل چې که کندهار د افغانستان برخه نه وي او یو څوغير دولتي عناصرو ته تسليم شوی وي، نو [دولت] دې اعلان وکړي چې بې چاره دی او د قانون د پلي کولو وس نه لري. غني وويل چې ((زما پيغام کرزي ته دا دی چې تشنج مه خلقوه. که چېرته ته دا فکر کوې چې د تشنج په خلقولو به موږ انتخابات تحریم کړو نو تر ابدالابده نه وځو. دا خاوره د مېړنیو خاوره ده او د دې خاورې شمله به موږ تر ساتو، تر اخري قطره زما د وينې.))
اشرف غني ولسمشر کرزي او پلويانو ته ((زما له بیوګرافۍ دومره ويرېږې نو زه چې کندهار ته راشم نو څه به کوې.))
اشرف غني دا هم وویل چې که کندهار په ((کرزيستان) بدل شوی وي نو اطلاع دې ورته ورکړای شي. نوموړي په دې زور واچاوه چې د کندهار تاريخي ښار د دولت جوړونې مرکز و. د کندهار ښار د تمدن زانګو وه،د روښانفکرانو زانګو وه، د ويښ زلميانو خوځښت له کندهار څخه پيل شوی دی، مشروطه خوځښت له کندهار څخه پيل شوی دی. اشرف غني وويل چې نن د فرهګنيانو وهل د تاریخي کندهار او د کندهار د فرهنګ سپکاوی دی.
اشرف غني کرزی په دې تورن کړ چې په ټولټاکنو کې د درغلۍ هڅه کوي. نوموړي وویل چې ملت درغلي نه مني. غني غوښتنه وکړه چې د رایو اچولوځايونه بايد دوه ورځې وڅارل شي. او ټولې رایې بايد د خلکو په مخ کې وشمېرل شي.
 د يوې پوښتنې په ځواب کې اشرف غني وويل چې د ولسمشر کرزي ورور احمد ولي کرزی درسمي  مسول په توګه نه پېژني او په کندهار کې د تشنج مسول پخپله ولسمشر کرزی دی. دا سکالو بايد ولسمشر کرزی او د کندهار چارواکي روښانه کړي. او که واک احمد ولي کرزي ته انتقال شوی وي نو ودې وایي چې په کوم اساس دا کار شوی دی!
 اشرف غني نور کانديدان هم وهڅول تر څو سره کېني، یو صف شي او د ټولټاکنو د شفافيت او د کمپاين کونکو د امنيت په اړه سره وغږېږي.
اشرف غني یواځينی کانديد دی چې تر اوسه یې په کندهار کې د بې ګناه فرهنګيانو وهل او ټکول غندلي دي.
دولت لا تر اوسه د اشرف غني د غوښتونو په اړه څه نه دي ويلي.