د افغانستان ګاونډي هېواد ازبکستان د نړیوالې ټولنې لهخوا افغانستان سره د مرستو غوښتنه کړې.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر په یوې غونډې کې ویلي، چې افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د افغان ولس سره د مرستو په خاطر خبرو ته نه بلکې جدي اقداماتو ته اړتیا ده.
په ورته مهال د ازبکستان یو والي هم ویلي، چې سولهییز، په سیاسي لحاظ ثابت او د اقتصاد له پلوه نیکمرغه افغانستان غواړي.
ازبکستان او افغانستان دا مهال ښې اړیکې لري، چې افغانستان سره یې د مرستو رسولو په موخه خپلې ټولې پولې پرانیستې دي او بشري مرستو سازمانونو ته اجازه ورکوي، چې د دې هیواد له لارې افغانستان ته د مرستو رسولو لپاره کار واخلي.