په مؤسساتو کې د ښځو پر دندو بندیز ته نړیوال غبرګونونه

په مؤسساتو کې د ښځو پر دندو بندیز ته نړیوال غبرګونونه


  • 1 کال دمخه (25/12/2022)
  • سمسور نیوز
  • 661

 په غیر دولتي کورنیو او بهرنیو موسساتو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز ګڼ غبرګونونه راپارولي.

ملګرو ملتونو دا ګام د ښځو پر حقونو یو بل ګذار او د ټولو افغانانو لپاره زیانمونکی بللی دی.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین او د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډېکر هم پر خپلو ټویټرپاڼو د یادې پرېکړې په اړه ژوره خواشینې ښوودلې.

په ورته مهال د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ لیکلي چې دا ډول اقدامات غیر مسوولانه دي او اسلامي امارت د خپلو خلکو پر وړاندې اساسي مسوولیتونه له پامه غورځوي.

بل لورته د بښنې نړیوال سازمان دا پرېکړه له سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي ډګرونو څخه د مېرمنو د ګوښه کېدو یوه بله هڅه بللې ده.

له دې ور هاخوا، یو شمېر نورو بنسټونو هم پر یاده پرېکړه خواشیني ښوودلې ده.

په ورته مهال په کور دننه او بهر ګڼ شمېر افغانانو هم یاده پرېکړه د افغانانو په زیان بللې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د تړل کېدو په تړاو هم ګڼ نړیوال غبرګونونه راپورته شول.