د روغتیا وزارت چارواکي: کرونا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لس تنه مړه کړي

د روغتیا وزارت چارواکي: کرونا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لس تنه مړه کړي


  • 3 کاله دمخه (07/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1317

روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۲۱۸ مثبتې پېښې ثبت شوي او لس تنه له یادې ناروغۍ څخه مړه شوي دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په همدې موده کې له کرونا وبا څخه ۶۷۷ تنه بېرته روغ شوي دي.

د یادو مثبتو پېښو په ثبتېدو سره په ټول افغانستان کې د مثبتو پېښو شمېر ۱۵۰ زره او ۴۵۸ ته پورته شوی او شپږ زره او ۹۰۸ تنه له یادې ناروغۍ مړه شوي دي.

دا چې په افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې مخ په کمېدو دي؛ نو روغتیا وزارت بیا هم په هېوادوالو غږ کوي، چې روغتیايي سپارښتنې عملي کړي تر څو له دې وژونکې وبا څخه  وژغورل شي.