امریکا: د افغان جګړې د حل لپاره مختلفې لارې لرو.

امریکا: د افغان جګړې د حل لپاره مختلفې لارې لرو.


  • 3 کاله دمخه (08/03/2021)
  • خالد سهار
  • 929

امریکا یو ځل بیا ټینګار کړی دی، چې دوی د افغان جګړې د پای لپاره مختلف انتخابونه ازمایي.

 

امریکا وایي، چې د افغانستان په تړاو ټول انتخابونه د دوی په مخ کې دي.

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره له ټولو هغو لارو چارو استفاده کوي، چې له مخې یې دې هېواد جګړه پای ومومي.

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، په یوه خبري غونډه کې افغان چارواکو ته د انتوني بلېنکن لیک نه تائید کړی او نه یې هم رد کړی دی خو ټینګار یې بیا دا دی، چې دوی تر مې میاشتې وروسته د سرتېرو پر حضور تر دې دمه هوکړه نه ده کړې. 

 

راپورونه وايي، چې امریکا په دې هېواد د روانې اوږدې جګړې د پای ته رسولو په لټه کې ده او هڅه کوي چې بین الافغاني مذاکرات ژر تر ژره یوې پایلې ته ورسېږي.

 

باید یاده شي، تر دې وړاندې هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په افغانستان کې روانه جګړه او په دې هېواد کې د تاوریخوالي پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې وه او نوموړي همدا راز پر یو سوله ییز حل ټینګار کړی و.