عزیزي: د یو کمربند او یوې لارې پروژه کې د شاملېدو هیله لرو

عزیزي: د یو کمربند او یوې لارې پروژه کې د شاملېدو هیله لرو


  • 1 کال دمخه (20/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 441

د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ویلي، غواړي چې افغانستان د یوکمربند او یوې لار پروژه کې په رسمي ډول شامل کړي.

نورالدین عزیزي له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې د چین له حکومت غوښتنه کړې، ترڅو افغانستان په رسمي ډول د یادې پروژې غړی کړي.

نوموړي  ویلي، دوی به په یاده پروژه کې د افغانستان د ګډون په مخکې د خنډونو لرې کولو لپاره چین ته یو تخنیکي ټیم هم ولېږي.

عزیزي دغه راز زیاته کړې چې په افغانستان کې د راغلي امنیت له کبله اوس مهال دلته د پانګونې غوره فرصت رامنځ ته شوی دی.

د یو کمربند او لارې پروژه یوه لسیزه وړاندې د چین د جمهور رییس په نوښت پیل شوه چې د ورېښمو پخوانۍ لاره له اروپا، افریقا او چین سره نښلوي.