توماس وېسټ د ناروې کډوالۍ شورا له مشر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې

توماس وېسټ د ناروې کډوالۍ شورا له مشر سره د افغانستان په اړه خبرې کړې


  • 1 کال دمخه (25/04/2023)
  • سمسور نیوز
  • 477

سمسور نیوز (۵غوایي۱۴۰۲) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ د ناروې کډوالۍ شورا له مشر یان ایګلنډ سره د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي. 

وېسټ پر خپل ټوېټر لیکلي، دواړو په دې تړاو چې څنګه کولی شي اړمنو افغانانو ته بشري مرستې ورسوي، خبرې کړې دي.  

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و، چې له کاره د ښځو راګرځېدل به په افغانستان کې بشري مرستو ته د خلکو لاسرسی او د ژغورنې هڅې له ننګونو سره مخامخ کړي.

خو سرپرست حکومت تر دې وړاندې ویلي وو، چې په افغانستان کې اوسنی بشري ناورین د نړیوالو بندیزونو او فشارونو پایله ده.