فرید اوغلو: د افغانستان د ستونزو حل د نجونو ښوونځیو پرانېستو پورې تړلی

فرید اوغلو: د افغانستان د ستونزو حل د نجونو ښوونځیو پرانېستو پورې تړلی


  • 1 کال دمخه (23/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 451

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي همغږي کوونکی وایي، په افغانستان کې د شته ستونزو د حل لاره د ښځينه زدکوونکو پر وړاندې د زدکړو د محدوديت لرې کول دي. 

د کورنيو چارو سرپرست وزير د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي همغږي کوونکي فرید سينيرلي اوغلو سره کتلي.

اوغلو د افغانستان د اوسني وضعيت په اړه ويلي، د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو سره يې کتلي او په خبره یې هېڅ کوم هېواد په افغانستان کې د جګړې غوښتونکی نه دی‌.

نوموړي د شته ستونزو حل لاره د ښځينه زدکوونکو پر وړاندې د زدکړو محدوديت له منځه وړل او له دغه هېواده  نورو هېوادونو د ګواښ نه پېښېدل ياد کړل. 

د ده په خبره، يوناما له نړيوالو سره د افغانستان د اړيکو پياوړتيا، بیارغونې، او له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې بشپړې همکارۍ ته چمتو ده.

ورته وخت کې د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدین حقاني په دغه لیدنه کې ویلي، د نړيوالې سولې تامين، د خبرو له لارې د مسائلو حل او بې پرېتوب د ملګرو ملتونو مسووليت دی. 

د نوموړي په خبره، نړيواله ټولنه دې د يو طرفه پرېکړو پر ځای پر تفاهم او ډيپلوماټيکو اړيکو ټينګار وکړي.

هغه افغانان د نړيوالې ټولنې د کورنۍ غړي ياد کړل او په خبره يې، باید له پامه ونه غورځول شي.

هغه همداراز وويل، د افغانانو ترمنځ خپلمنځي ستونزې پای ته رسېدلي او د يو منظم هېواد د جوړولو چارې روانې دي.

نوموړی همدا راز د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه بريالۍ وبلله.

ده وويل، نشه یي توکي د ټولې نړۍ لپاره ګواښ دی او پروړاندی یې مبارزه هم باید د ټولو له خوا ترسره شي.