طالبان وايي، یو داسې ځواکمن او خپلواک اسلامي نظام غواړو چې وکولی شي شته ستونزې حل کړي.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم الجزیره سره په تازه مرکه کې ویلي، چې افغانستان په تېرو شلو کلونو کې لنډمهاله، انتقالي او ټول شموله حکومتونه تجربه کړل، خو هېڅ یو يې د هېواد ستونزې حل نه کړې.
د نوموړي په خبره، مونږ غواړو په افغانستان کې یو داسې اسلامي نظام رامنځته شي، چې د ټولو لپاره منونکی وي.