د ملايانو په حکومت کې د پښتنو ثقافت ډېر زيانمن شو، ګلزار عالم
(مرکه: امجد هادي يوسفزى، ژباړن: عبدالهادي حېران)
هنرمند د خپل وطن او ملت استازى وي. زمونږ په سيمه کې هنر خلک خوښوي خو هنرمند ته هغه درناوى نه ورکوي کوم چې يې حق دى. په ځانګړې توګه زمونږ ادارې هم د دوى لپاره هيڅ نه کوي.
په ٢٠٠٢ع کې چې په پښتونخوا کې د متحده مجلس عمل د ملايانو حکومت راغى نو په ټوله پښتونخوا کې يې په ثقافتي هلو ځلو بندېز ولګاوه خو په ځانګړې توګه د نشترهال د بندېدو له امله هنرمندان ولږې تېرولو ته اړ شول.
دا خو يې لا څه کوې د حکومت په اشاره د يو مشهور هنرمند سره داسې نارواوې وشوې چې په لوستلو به يې ستاسې زړه ودردېږي. دا هنرمند بل څوک نه بلکې د پښتو موسيقۍ وتلى سندرغاړى ګلزار عالم دى چې د تلويزيون، راديو، سټېج او غږ په نړۍ کې لوى نوم لري. څو کلونه وړاندې هغه د ناوړه حالاتو په وجه کويټې ته لاړو خو اوس بېرته پېښور ته راستون شوى دى. پېښور ته د راتلو نه وروسته ورځپاڼې مشرق د هغه سره يوه مرکه وکړه چې ستاسې په وړاندې ده.
پوښتنه: دومره وخت چېرته وې؟
ځواب: ٢٠٠٢ کې د متحده مجلس عمل د حکومت د راتلو له امله په پښتونخوا کې پښتو ثقافت ته نه پوره کېدونکى زيان ورسېد ځکه چې د ملايانو حکومت له يوې خوا په ثقافتي هلو ځلو بندېز ولګاوه نو له بلې خوا يې نشترهال هم بند کړ. دې کار په هنرمندانو ډېر بد اغېز وکړ. په ځانګړې توګه په ما پسې يوه منظمه ډله راپسې کړاى شوه چې ما سره يې ډېره بد چلند وکړ. يو ځل په ګرين واده ځاى کې زما پروګرام وتړل شو او پوليسو ما سره بداخلاقي وکړه. د خلکو په مخکې يې راته ښکنځاوې وکړې او بيا يې زندان ته يوړم. کله چې دا خبره اعلى وزير ته ورسول شوه نو بيا رانه پوليسو بخښنه وغوښتله. يو ځل کراچۍ ته د يو پروګرام لپاره لاړم نو پوليسو زما په کور چاپه ووهله، سامانونه يې مات رامات کړل او زما ځامن يې د دوو ماشومانو د اختطاف په تور کې بنديان کړل. دا پېښه په نړيوالو مطبوعاتو کې هم راغله او د سي اين اين يو راپورتر پرې فلم جوړ کړ چې بيا يې جايزه هم واخيستله. وروسته د ډبګرۍ بازار بند کړاى شو او دوکانونه وسوځول شول چې پکې زما د موسيقۍ ټول سامان او الات هم وسوځېدل. ما چې د دې پېښې پر ضد محکمې ته د تللو پرېکړه وکړه نو نورو هنرمندانو مې ملګرتيا ونکړه، په دې وجه زه هم بېرته وروسته شوم. د نشترهال د بندېدو او د ډبګري بازار د ختمېدو نه وروسته ما د يو مطبوعاتي کنفرانس کولو اعلان وکړ نو هماغه وخت راته د تليفون له لارې ګواښونه وشول او د بدو پايلو دړکې راکړاى شوې چې له امله يې ما هغه کنفرانس ونکړاى شو. بيا زما کور ته د برق زيات بِلونه راولېږل شول کله چې ما د هغې په باره کې شکايت وکړ نو بېرته په ما تور ولګول شو. دې پېښو زما زړه مات کړ او ما د فاميل سره کويټې ته د تللو پرېکړه وکړه. کله چې کويټې ته تللو نو هم نامعلومو کسانو زمونږ تعاقب کاوه. دغو کسانو زما د فاميل غړي د روان موټر څخه ښکته کړل ځکه هغوى شک کاوه چې ګنې مونږ سره بمونه دي. وروسته د پوليسو يو افسر مونږ ته امنيت راکړ او په ډېر مشکل سره کويټې ته ورسېدو.
پوښتنه: د خپل ښار نه ليرې وخت دې څنګه تېر شو؟
ځواب: د موسيقۍ نه پرته زما بل کوم کار نه دى زده. ځکه نو زه به د پروګرامونو لپاره د کويټې نه کراچۍ ته تللم خو بيا په هغې هم ګزاره ګرانه وه نو ما په کمېشن باندې د کورونو د اخيستلو او خرڅولو کار پېل کړ. په دغه کار کې ټولې دوکې او فرېبونه وه نو پرې مې ښوده ځکه چې زه د حلال رزق ګټونکى انسان يم او د دوکې فرېب حرامه ګټه راباندې ښه نه لګي. کراچۍ کې د اوسېدو په اخرنيو مياشتو کې مې مجبوراً د ټېکسي ډرايوري هم وکړه.
پوښتنه: چا دې ته اماد کړې چې بېرته پېښور ته راشې؟
ځواب: پښتونخوا کې د نوي حکومت د جوړېدو نه وروسته اعلى وزير امير حېدر هوتي، د اطلاعاتو وزير سردار حسېن بابک، د ثقافت وزير سيد عاقل شاه او ژورنالستانو دوستانو پېښور ته د بېرته راتلو بلنه راکړه او د دوى په ډاډګيرنه بېرته راغلم. زما باور دى چې د نوي حکومت د جوړېدو سره به په پښتونخوا کې ثقافتي هلې ځلې بېرته پرمختګ وکړي او هنرمندان به د ورپېښو ستونځو څخه خلاص شي.
پوښتنه: د متحده مجلس عمل په حکومت کې د نشترهال د بندېدو او په ثقافتي هلو ځلو د بندېز له امله څومره زيان ورسېدو؟
ځواب: کله چې په نشترهال کې څه فحش پروګرامونه پېل شول نو د ټولو نه لومړى مخالفت يې ما کړى و، يانې د غلطو پروګرامونو مخنيوى پکار و خو د ټول نشترهال بندول يوه ناسمه پرېکړه وه ځکه چې هغه يواځې د موسيقۍ ځاى نه و، بلکې د رحمان بابا، خوشحال خان خټک او غني خان کلامونه به هم پکې ويل کېدل. ميلاد النبي او نور پروګرامونه به هم پکې کېدل. په ځاى د دې چې غلط خلک ويستل شوي واى، د ټولو هنرمندانو رزق ته لته ورکړاى شوه. ملايانو چې کله په ثقافتي هلو ځلو بندېز ولګاوه نو ما ورته وويل چې د پېښور نه راته افغانستان مه جوړوئ ځکه چې اوس مېډيا ډېره پياوړې ده او ستاسې دا پرېکړه به د ډېر زيان سبب شي. خو چا په دې خبره غوږ ونه ګراوه. بيا تاسې وليدل چې د سي ډي رواج راغى او د پښتنو د ثقافت جنازه يې وويسته. زمونږ سترګې يې په ګرده نړۍ کې ښکته کړې. د روانو اوبو په وړاندې تاسې بند نشئ تړلاى ځکه چې هغه بله لار وباسي. که نشترهال نه واى بند کړاى شوى نو اوس به د نشتراباد نه (د لاهور) لکشمي چوک نه جوړېدلاى. ملايانو په خپل حکومت کې شراب، زنا، رشوت، سفارش او د سود په څېر بدۍ ختمې نه کړې د کومو چې په اسلام کې هم ممانعت راغلى دى خو هنرمندانو غوندې حساس خلک يې خوار او سپک کړل. څنګه چې زه سپينې خبرې کوم نو د ستونځو سره هم مخ شوم. په ثقافتي هلو ځلو د بندېز پر مهال د جيو تلويزيون په يو ژوندي پروګرام کې د ملايانو د حکومت د وزير اصف اقبال داودزي سره زما خبرې ترخې شوې خو هغه بيا ډاډګيرنه راکړه مګر کله چې مونږ ورسره وليدل نو (زمونږ د ستونځو د حل کولو لپاره يې) هيڅ ونکړل.
پوښتنه: اوس چې نشترهال نه د بندېز د ليرې کولو پرېکړه شوې نو په دې اړه څه وايئ؟
ځواب: دا ښه پرېکړه ده خو په نشترهال کې د پښتنو د پاک او سوتره ثقافت سره سم د پروګرامونو د جوړولو لپاره يوه کمېټه جوړول غواړي چې پخوانۍ غلطۍ بيا تکرار نشي.
پوښتنه: تا دا ږيره ولې وخرېيله؟
ځواب: ٢٠٠٦ع کې زه د خپل سخر سره حج ته لاړم. بيا چې کويټه کې وم څه کار نه و نو تبليغيانو سره به تبليغ ته تللم. اوس اوس د څرمنې د يو حساس مرض له امله د ډاکټرانو په مشوره دې ته اړ شوم چې ږيره ليرې کړم.
پوښتنه: پښتو فلمونو نه ولې ليرې يې؟
ځواب: څو کاله وړاندې د پښتو فلمونو معيار ډېر ښه شوى و چې بيا د "مينه قرباني غواړي" او "نيازبين" فلمونو لپاره ما سندرې وويلې خو بيا پکې فحاشي راغله نو فلمونو لپاره مې سندرې ويل پرېښودل ځکه چې داسې فلمونو کې د سندرو په ويلو سره خپل نوم نه خرابوم.
پوښتنه: په روايتي پښتو موسيقۍ باندې د نوې موسيقۍ حاوي کېدل څنګه دي؟
ځواب: دا يو خطرناک رواج دى خو د نوې موسيقۍ او کمپيوټر په مرسته به تر څو پورې نوي کسان زما او د نورو سندرغاړو د سندرو ري مېکس جوړوي او کار به چلوي ځکه چې د رحمان بابا، خوشحال خان خټک او حمزه بابا په وخت کې خو به هم ډېر شاعران وه مګر د دوى نومونه ځکه پاتې شوي دي چې تخليق يې کړى دى نقل يې نه دى کړى.
پوښتنه: د نوي حکومت څخه څه هيلې لرئ؟
ځواب: د پښتونخوا د نوي حکومت څخه نه يواځې زه بلکې ټول پښتون قام ډېرې هيلې لري. زما تر ټولو غټه غوښتنه دا ده چې په حقوقي قوانينو دې په سختۍ سره عمل وشي او سندرغاړو ته دې د هغوى د سندرو ګټه ورکړاى شي. په نورو هېوادونو کې چې کوم هنرمندان مړه وي نو هم د هغوى د هنر ګټه ورکول کېږي خو دلته خلک زمونږ په سندرو او نورو تخليقاتو پېسې ګټي مګر مونږ ته پکې هيڅ نه راکوي.