د کندهار ارغستان ولسوالۍ کې موټر بم چاودنه شوې

د کندهار ارغستان ولسوالۍ کې موټر بم چاودنه شوې


  • 3 کاله دمخه (05/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1141

 

د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د پولیسو پر یو مرکز د موټر بم برید ۱۳ افغان سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د کندهار د پوليسو وياند وايي نن سهار د ارغستان ولسوالۍ په سیپانزو سیمه کې یو ځانمرګي بریدګر له چاودیدونکو توکو ډک هاموې موټر ته د پولیسو یو مرکز ته نږدې چاودنه ورکړې چې له امله یې یو شمیر افغان سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ارغستان ولسوالۍ یو امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې په دغه پيښه کې ۱۰ پولیس وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

ددغه موټر بم بريد پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې او طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.