په ننګرهار کې د وروستیو سېلابونو له کبله ۷۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کډوالو نړیوال سازمان د شمېرو پر بنسټ په دغو سېلابونو کې تر ۹۰۰ کورونه وېجاړ شوي او زرګونه کسان بې کوره شوي دي.
په ننګرهار کې که څه هم د مرستو بهیر روان دی، خو یو شمېر زیانمن اړینو مرستو ته له نه لاسرسي شکایت کوي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د اقلیمي بدلون څخه د ځپل شویو هېوادونو په قطار کې شپږم ځای لري.