د ملګرو ملتونو امنیت شورا  سبا ناسته کوي؛ د افغانستان په اړه هم خبرې لري

د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا ناسته کوي؛ د افغانستان په اړه هم خبرې لري


  • 1 کال دمخه (26/02/2023)
  • سمسور نیوز
  • 708

ټاکل شوې چې د روانې فبروري میاشتې په ۲۷مه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د مدافع وکیلانو ژوند ته د متوجه ګواښونو د مخنیوي په اړه ناسته وکړي.

په دې ناسته کې به په افغانستان کې د مدافع وکیلانو د ژوند او دوی ته د ورپېښو خطرونو په اړه هم خبرې وشي.

د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا یاده ناسته په داسې حال کې کوي چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د افغانستان لپاره د یاد سازمان ځانګړي ریپورټر ریچارډ بنټ او  د قاضیانو او مدافع وکیلانو ځانګړي ریپورټر مارګریټ سټېروېټ په یو ګډ راپور کې په افغانستان کې د قاضیانو او مدافع وکیلانو د ژوند په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

بل لورته بیا اسلامي امارت په وار وار ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې د ټولو وګړو ژوند خوندي دی او دوی د ټولو وګړو بشري حقونو ته ژمن دي.