ایران: د هلمند سیند له اوبو مو لیدنه وکړه؛ افغانستان: درواغ ده

ایران: د هلمند سیند له اوبو مو لیدنه وکړه؛ افغانستان: درواغ ده


  • 1 کال دمخه (13/08/2023)
  • سمسور نیوز
  • 504

وروسته له هغې چې ایران د هلمند سیند د اوبو له بهیر څخه د لیدنې ادعا وکړه، تازه د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت دغه راپورونه په کلکه رد کړل. 

د یاد وزارت ویاند مطیع الله عابد ویلي، چې د کجکي او کمال خان بندونو څخه د ایراني کارپوهانو د لیدنې راپورونه ناسم دي او دوی یې ردوي.

عابد زیاته کړې، چې د ۱۳۵۱ لمریز کال د تړون له مخې، ایراني لوری یوازې د ځانګړیو شرایطو او میکانیزم پر اساس د دهراوود سټېشن څخه لیدنه کولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د ایران سفیر حسن کاظمي قمي نن ایراني رسنیو ته ویلي، چې د دوی یو تخنیکي پلاوي په لومړي ځل د هلمند د سیند د اوبو له سرچینو څخه لیدنه کړې ده.