د شاهنامې د روايت له مخې د ضحاک د اوږو د مارانو خوراک هره ورځ د دوو ځوانانو ماغزه ول. اشپزانو به په پټه د يوه ماغزه د پسه له ماغزو سره گډول او په دې توگه به د کال شاوخوا درې نيم سوه ځوانان ژوندي پاتېدل.
يوه ورځ ضحاک په دربار کې غونډه لري او په خلکو د خپل عدل او انصاف سند امضا کوي. درباري شاعران، عالمان او مخور را ټول دي چې ضحاک ته د عدل او نیاو مډال په ټټر ور وټومبي او هغه د خپلې زمانې نوشيروان وبولي. ناڅاپه يو ځوان پښ له چيغو او شور سره را ننوځي او د مجلس د مؤدبانه (!) سکوت ښيښه د خپل درانه غږ په ډبره ماتوي. وايي: ته عادل نه يې، بلکې د زرگونو ځوانانو قاتل يې!
عسکر يې د وژلو هڅه کوي، خو ضحاک د عدالت (!) د عملي تمثيل لپاره غواړي چې د هغه خبره واوري. پښ وايي: زما دوه زامن اوس هم درسره بنديان دي، چې ماغزه يې ستا ماران وخوري او ته له موږ د عدل سند غواړې؟
ضحاک وايي زامن يې ور خلاص کړئ. پښ وايي: بيا دې هم نه منم، هغه چې را وژلي دې دي، څه گناه يې کړې وه؟ هغه چې زما زامن نه ول او ماغزۀ يې ستا د مارانو خوراک شول، جرم يې را وښيه!
پښ له درباره په چيغو وځي او د پاريدليو ځوانانو يو ټولی هم ورسره کېږي او ځان فريدون ته رسوي. وروسته پښ خپل څرمنيز پيشبند د خپلې نېزې له سره تړي او همدا له نېزې تړل شوی پيشبند د ضحاک په وړاندې د بغاوت په توغ بدلېږي. ضحاک په «دماوند» غرۀ کې بندوي او د خلکو ماغزۀ د دې تورې اژدها له وهم و وېرې ازادېږي. دغه پښ «کاوه» نومېږي او توغ ته يې «دِرَفش کاوياني» هم وايي.
دغه سبق مې، زده کړ له ژونده
اخر درېږي، د ظلم ژرنده
مار د ضحاک په، ماغزو اخته دی
چيغې را درومي، له «دماونده»