د کستيري ژوند ښه و له پلاره هم ورته ښه مړه شتمنې پاتي وه او پخپله هم خواري کښ سړی و ، په خپل کاروبار کې يې ښه تجربه درلوده . او اوس خو يې سوداګري ته پراخوالی ور کړی و ، له جاپان ، چين ، هانکانګ ، سنګاپور او نورو هيوادونو نه به يې مالونه را غوښتل ، دلته دننه په هيواد او له هيواده بهر به يې پلورل . د دومره شتمنې سره کستيری همدومره خاکساری او غريب دوست و . کله يې ځان له نورو بې وزلو لوړ نه شميرلو . هر يو سره به يې د خپلې وسې مرسته کوله .
د خبرو يوه ځانګړی خوږ ګړدود يې هم درلود ، داسې چې د چا نوم به يې نه اخيست ، هر کله به يې ، ده ، يا هغه ، اشاره به يې ويله ، که به دې د کوم کس په باره کې پوښتنه وکړه نو د پلار نوم به يې د هغه کس اخيست .
د ولسوالۍ په بازار کې را سره مخ شو . د خپلو قرضونو پسې نورو ولايتونو ته تللی و ،خپل کلي ته په را ستنه شوي لار را راوان و . درې په يو رنګ څلور دروازيي جاپانۍ لوړې ټويوټا موټرونه له مونږ مخکې شول ، د سړک دوړې يې زمونږ د موټر په هندارورا دننه کړې .
کستيرې وويل چې ددې موټرو څښتن که په هر چا لاس ليک وکړ نو ځای به يې باګرام يا ګوانتانامو وي .
خدای دې خير پيښه وي چې نن به بيا کور ورانوي ، هر ولس ته چې لاړ شي ، نو بې ګناه خلک د طالبانو يا د القايده سره د تړاو په تور تورنوي او امريکايانو ته يې په لاس کې ور کوي .تير کال هم دده په شيطانی مياخيل انګريزانو ونيولو چې هيڅ ځای ځايګی تر اوسه څرګند نه دی .
مياخيل يو پرهيزګار او نيک سړی و ، هر وخت به د اولس د خير ښيګړې په چارو کې اخته و ، خو د ده يو ملګري کورنۍ د مياخيل د لور غوښتنه کړې وه مياخيل ورته انکار کړی و ، په دويم ځل ور تګ سره ورته مياخيل ويلي و چې ستا ځوی ببرک لوچک دی ، نه غواړم د خپلې لور راتلونکي د داسې يو چا سره وتړم چې هغه لوچک وي .
ببرک دا خبره ده ته وکړه چې ستا سره په ګرځيدلو اوس راته څوک لور هم نه راکوي .
بيا د ټولټاکنو په وخت کې ده هم د ولسي جرګې لپاره ځان ټاکلی و ، مياخيل او د مياخيل پلوه خلکو ده ته خپلې رايې ور نکړي . نو مقابل لوري يې ټاکنې و ګټلې .
ده د مياخيل په دې دوه کړنو د طالبانو د مرستې او د القايده تور ولګاوه . تر ننه د انګريزانو سره بندې دی .
دا ډير کله داسې هم کوي چې د سيمې بډايه خلکو ته خبر ور ليږي چې پيسې ور کړي ، که کوم يو پيسې ور نکړي نو د طالب يا د القايده د تړاو تور پرې ولګوي . نو کور يې هم تالا شي او د کور وګړي يې هم بنديان شي .
ما بيا له کستيرې پوښتنه وکړه . ايا سړی په حکومت کې کومه دنده لري ؟
ـ نه په حکومت کې دنده نلري خو د انګريزانو سره يې دومره چلونه کړي دي په هغوي دومره ځان منلی دی چې دا هر څه ورته ووايې هغوي يې مني .
څنګه چلونه ؟
لومړی چې انګريزان راغلل ، ده به په خپلو پيسو وسلې او ورسره نور مهمات واخيستل په يو پټ ځای کې به يې کيښودل انګريزانو ته به يې خبر ور کړ ، نو هم به يې خپل اعتبار د باندنيانو سره پاوړی کړ ، هم به يې له هغو پيسې تر لاسه کړي . اوس ډيرې پيسې لري ، داسې يوه ماڼۍ يې د لوی سرک په سر جوړه کړي ده چې سړی ورته هک حيران شي . زما او ستا په شان خلک خو د زرک سره ليدلی اوس هم نه شي .
په همدې خبرو کې و چې د ولس لوی جومات ته ورسيدو ، د جومات د لاندې کيڼ اړخ ته بڼ په پرتو کټو نو کې د ولسې خلکو په منځ کې ناست و. ساتونکي يې هم خواو شاه تيت پرک ولاړ وو .
مااو کستيری د لارې له سره د سلام ور واچولو ، ټولو ناستو د سلام ځواب را کړ.
ما ترې پوښتنه وکړه دا سړی څه نوميږي ؟
ـ کستيری
زرک نوميږي
د خدای په امانۍ په وخت کې کستيري راته وويل چې نن مې چپه سترګه رپي خدای دې خير پيښوي ، ما تسلې ورکړه سره رخصت شو .
د شپې نا وخته خلک په خواږه خوب ويده وو، څو زغره لرونکي ګاډي د باندينيو او کورنيو عسکرو په ګډون راغلل . لارې کوڅې يې وتړلي اونور د کستيري دوي له کوره را چاپير شول .
د لوړو لوړو غږونو نه وروسته مو څو پرله پسې ډزې هم واوريدي ، له ډزو نه وروسته د کستيري دې په کور کې د ماشومانو ژړاګانې را پورته شوي ، هيچا له کوره د باندې زړه ښه نکړ . د کلابندۍ وروسته په منډه د کستيرې دوي کور ته لاړم . د کستيري مور د سر د ويښتانو د شکولو سره سره زرک ته ښيرې کولي .
ما ترې پوښتنه وکړه ، کستيری څه شو ؟
ـ کستيری ېې د ځان سره بوت
ـ زمونږ ټوله شمتنې راغلو خلکو د ځان سره ويوړه
ـ زما ګران ځوی يې ډير وواهه ، ډير يې وواهه
ـ لاسونه يې په يوه تسمکه ور وتړل او سر ته يې يوه توره کڅوړه ور واغوسته
ـ ورته يې ويل ته ترهګر يې
ـ ته القايده يې
ـ ته طالب يې
ـ ته ترهګرو سره مالي مرستې کوي .
پاتې شپه هيڅ خوب را نغی ،د لمر د را ختلو نه مخکې مخکې مې ځان ، سره د څو اولسي خلکو ولسوالۍ ته ورسولو . خپله عريضه مو ولسوال ته مخې ته کړه . ولسوال د عريضي د لوستلو نه وروسته په دې پيښه نا خبرې وښوده ، قوماندان څارندوي ته ټيلفون وکړ ، هغه هم راغی ، هغه هم نا خبره و .
ولسوال وويل چې پرون خو ستاسي اولس ته څوک نه و درغلی ؟
ورته مو وويل چې دمازيګر مهال زرک را غلی و .
هغوي وويل چې مونږ به له دې پيښې والي صاحب خبر کړو ، خو د کستيري د را خوشي کولو کار زمونږ له واک نه بهر دی . ځکه چې په زرک د والی صاحب زور هم نه رسي . تاسي بايد زرک سره اړيکې ونيسی .
د يو بل کس په مرسته مو وکولای شو چې زرک سره ووينو .
زرک وويل : ما کستيری په پټه له دې جنجال خلاصولو خو کستيري ځان نه خلاصولو خبره اوس تر بګرام يا ګوانتانامو رسيدلي ده .
٢٠٠٧/ ٧ / ٢٩ زيوريخ