سرپرست حکومت یو شمېر افغان کارګر بهرنیو هېوادونو ته د کار لپاره لېږي

سرپرست حکومت یو شمېر افغان کارګر بهرنیو هېوادونو ته د کار لپاره لېږي


  • 2 کاله دمخه (08/11/2022)
  • سمیر احمد
  • 899

سمسور نیور (۱۷لړم۱۴۰۱) د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولان وايي، یو‌ شمېر هېوادونو سره د شوې هوکړې له مخې ۶۵زره افغان کارګر د کار لپاره بهرنیو هېوادو ته لېږي.

باختر خبري اژانس د یاد وزارت د مرستیال مخدوم عبدالسلام له قوله پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه افغان کارګر به قطر، سعودي عربستان او ترکیې ته د کار کولو لپاره ولېږدول شي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغو درېیو هېوادونو تازه د ا.ا له سرپرست حکومت سره ژمنه کړې، چې یاد شمېر افغان کارګر به خپلو هېوادونو کې په بېلابېلو برخو کې د کارګرو په توګه ومني.