ډبلیو اېف پي: له نږدې څلور میلیونه کسانو سره مو مرسته کړې

ډبلیو اېف پي: له نږدې څلور میلیونه کسانو سره مو مرسته کړې


  • 3 مياشتي دمخه (07/10/2024)
  • سمسور نیوز
  • 123

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وایي، د روان میلادي کال له پیله یې تر اوسه په افغانستان کې له نږدې څلور میلیونه کسانو سره نغدي مرسته کړې، چې نیمایي یې مېرمنې دي.

دغه پروګرام پرون پر خپله اېکس پاڼه په یوه بیان کې لیکلي، چې دا ډول مرستې ښځو ته توان ورکوي چې د خپلې کورنۍ د غړیو اړتیاوې تر یوه بریده پوره کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام د روانې تلې میاشتې په ۱۳مه ویلي وو، د بودیجې د کمښت له امله په را روان ژمي کې د ۱۲ میلیونه کسانو له ډلې یوازې له ۶ ميلیونو کسانو سره مرسته کولای شي. 

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي وو، چې سږ کال په افغانستان کې ۲۳ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.